BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:41 گرينويچ 2008 ,06 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
حکومت:بې سرپنا کورنۍ بغلان ته استوو

بې کوره
په دغو کورنيو کې داسې هم شته چې دوه يا درې ماشومان يې د يخنۍ له امله سخت ناروغه دي او دارو درملو ته اړتيا لري.
په داسې حال کې چې په سلگونه کورنۍ په کابل کې د ژمي شپې ورځې د خيمو لاندې تېروي، د افغانستان دکډوالود چارو وزارت وايي، ډېر ژر به دغه کورنۍ د بغلان ولايت ته وليږدوي.
د دغه وزارت سلاکار وايي، دوى د تېر کال په څير دومره امکانات نه لري چې په کابل کې ددغو کورنيو ستونزې پرې اوارې کړي.
دغه کورنۍ وايي، د ژمي له امله د درملو، خوراکي توکو او پوښاک له کمښت سره مخامخ دي او که مرسته ورسره ونه شي، سختې ستونزې به ورته پېښې شي.

کبيرحقمل يوشمير بې سرپنا کورنيو سره غږيدلى دى:

که څه هم په افغانستان کې وروستي ورښتونه ددغه هيواد ډېر خلک د راتلونکي ښه او هوسا کال نښه او پيلامه بولي، خو يو شمېر يې بيا د خپل ستړي ژوند په لړ کې د بېلابېلو نويو ستونزو لوى لامل هم گڼي.
همدا اوس يوازې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له ٤٠٠ ډېرې کورنۍ په ازاده فضا او د خيمو لاندې ژوند کوي، چې په وينا يې وروستيو ورښتونو يې ژوند ور تريخ کړى دى.
د کابل ددوهم پروان په سيمه کې، چېرته چې نوې جوړې شوې ودانۍ د کابل د نوي او پرمختللي ژوند شاهدي ورکوي، په يوه پراخ ميدان کې په لسگونو کورنۍ چې د خيمو او کوډلو له سوريو نه يې دودونه او ياهم د ماشومانو اوازونه راووزي، د واورې او ورښت لاندې ژوند کوي.
په دغو کورنيو کې داسې هم شته چې دوه يا درې ماشومان يې د يخنۍ له امله سخت ناروغه دي او دارو درملو ته اړتيا لري.
يادې شوې کورنۍ که له يوې خوا کورونه او د اوسېدو لپاره سرپنا نه لري، له بلې خوا د کار روزگار د نشتوالي له امله کلکې اقتصادي ستونزې هم گالي.
((هوا سړه ده، د خداى هيلې ته پراته يو، لرگي نه لرو، له ډېرانونو نه يو شى بل شى راټولوو او سوځوو يې، بچيان مو ناروغه دي او دارو درمل هم نشته، لويه ستونزه مو ځاى دى چې د کورونو د جوړولو لپاره يې نه لرو. ))
د کابل ښار د خيرخانې مېنې په دريمه برخه کې هم ورته کورنۍ ژوند کوي. دغه کورنۍ چې له څوکلونو راهيسې د هيواد له دننه او بهر نه يادې شوې سيمې ته راغلي وايي:سږکال هيچا هم له دوى سره مرسته نه ده کړې د دغې سيمې د کډوالو استازى صالح محمد:
((په تېر يوه کال کې هيچا هم څه مرسته نه ده راسره کړې، کاليو ته اړتيا لرو، ډوډۍ ته اړتيا لرو، لرگيو ته اړتيا لرو، هرڅه ته اړتيا لرو.))
که له يوې خوا په کابل کې ميشت کډوال د سرپناله نشتوالي او له گڼ شمېر نورو ستونزو سر ټکوي، بل خوا د افغانستان د کډوالود چارو وزارت له دغو بېځايه شو سره د مرستې لپاره د بوديجې د نشتوالي خبره کوي.
د کډوالو چارو دوزارت سلاکار شجاع الدين شجاع وايي، په کابل کې د ځاى او نورو امکاناتو د نشتوالي له کبله يې وزارت په پام کې لري چې په نژدې راتلونکي کې دغه کډوال د بغلان ولايت ته واستوي.
د هغه په وينا ددغو خلکو له ډلې نه د ډېرو يې ولايتونه نه دي مالوم او له همدې امله بايد په بغلان ولايت کې د هغوى لپاره ټاکل شوي ځاى ته وليږدول شي:
((د فرمانونو له مخې موږ بايد د هر ولايت هغو کډوالو ته مځکه ورکړو، چې تذکره ولري. له دې امله چې دوى گرځنده خلک دي او تذکرې او داسې نور هم نه لري، نو تصميم ونيول شو، چې ژر تر ژره ټول د بغلان ولايت ته وليږدول شي، موږ پلاوى ټاکلى، نژدې 430 کورنۍ په کابل کې بې سرپنا دي.))
ښاغلى شجاع زياتوي، د اوس لپاره به په بغلان کې هم دغه خلک په خيمو کې ژوند کوي او يوازې به د دريو مياشتو لپاره د خوراکي توکو او پوښاک مرسته ورسره کيږي.
په کابل کې د بې کوره خلکو ستونزه يوځل بيا پر داسې مهال راپورته کيږي، چې د دغه ښار ټولې سيمې واورو پوښلي او يخني هم ډېره ده.
په تېرو ژميو کې د دغو خلکو له ډلې نه يو شمېر د يخنۍ له امله مړه هم شول، چې دولت يې د بېړنيو گامونو پورته کولو ته اړ اېست.
خو داچې سږکال به ددغو خلکو په اړه د دولت هوډ تر کومه بريده او په څومره وخت کې پلى شي، هغه پوښتنه ده، چې کره ځواب يې چارواکي هم نه وايي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت