|
له ايستل شويو کډوالو سره پر مرسته خبرې کېږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر له ايرانه د ورستيو را ايستل شويو کډوالو سره د نړيوالو او کورنيو مرستو د راماتولو په هيله د يوې غونډې د جوړولو پريکړه کړې. سربېره پر دې ښاغلي کرزي د بهرنيو او کډوالو چارو وزارتونو ته دندې سپارلي چې له ايران سره دې د کډوالو په ستونزو وغږېږي . ها خوا د افغانستان ولسي جرگې ياد شوي وزيران خپلې راتلونکې غونډې ته راوبلل چې د دغې موضوع په اړه جرگې ته معلومات ورکړي . په همدې حال کې په کابل کې د ملگرو ملتو استازي دفتر يونما له ايرانه د را ايستل شويو افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښودلې او له افغان حکومته يې غوښتې چې دغه لانجه دې د خبرو اترو له لارې هواره کړي . دا لومړى ځل دى چې د افغانستان ولسي جرگه خپله ټوله غونډه د کډوالو ستونزو ته ځانگړې کوي. گڼو وکيلانو که له يوې خوا د افغان کډوالو په وړاندې د ايراني چارواکو چلند په کلکه وغانده او له بله پلوه يې افغان چارواکي په دې تورن کړل چې نه يې په افغانستان کې سوله او ټيکاو راوست او نه يې هم د خلکو لپاره د کار ډگر پرانيست. هغوى د کډوالو چارو په وزير نيوکه کوله چې په وينا يې هغه له وړاندې د ايران له دغه نيته خبر و، خو د کډوالو د ډله ييزې شړنې په اړه يې لا هم د پام وړ گام نه دى پورته کړى. په ولسي جرگه کې د ننگرهار ولايت استازى فاروق ميړنى بيا ملي شورا گرمه بولي چې په وينا يې تر اوسه يې بې کفايته چارواکو ته سزا نه ده ورکړې. گڼ شمېر وکيلان د ايران په دې کار ډير قهرېدلي وو، ان تر دې چې د بهرنيو او کډوالو چارو د وزيرانو د استيضاح غوښتنه يې هم کوله هغوى ويل چې ايران د بشري حقونو نه په ښکاره سرغړونه کړې او له نړيوالې ټولنې نه يې وغوښتل چې دغه هيواد دې نړيوالې محاکمې ته راکاږې. د ولسي جرگې مشر يونس قانوني د جرگې پريکړه داسې اعلان کړه:''د بهرنيو او کډوالو چارو وزيران دې غونډې ته راوغوښتل شي او تاسو ته دې ووايي چې په دې برخه کې يې څه کړي دي، د راتلونکي لپاره څه په پام کې لري او تر اوسه ولې چپه خوله پاتې دي. بله مهمه خبره دا ده چې د پاتي کډوالو سره دې د زور زياتي نه کار نه اخيستل کيږي او په زوره دې نه ايستل کيږي.
همدارنگه هغه کډوال چې دا مهال د نيمروز او هرات په ولايتونو کې دي له هغوى سره بايد بيړنۍ مرستې وشي، او په بنسټيزه توگه دې هم دولت او هم ملي شورا داسې يوه تگلاره جوړه کړي چې له مخې يې د کډوالو په ژوندانه کې اسانتياوې راشي که داسې و نه شي نو هره ورځ به موږ د همدارنگه ناورين سره مخامخ يو.'' بله خوا افغان ولسمشر حامد کرزي په نژدې راتلونکي کې په کابل کې د بهرنيو هيوادونو او ټولنو د سفيرانو د يوې ناستې د جوړيدو خبره کړې ده ښاغلي کرزي د بهرنيو چارو وزارت ته د کډوال په اړه د ايران سره د خبرو د پيل او د کډوالو چارو وزير ته يې سپارښتنه کړې چې د را ايستل شويو کډوالو د ستونزو د جاج اخيستنې لپاره نيمروز ولايت ته سفر وکړي . افغان کابينې د ايراني امنيتي ځواکونو له خوا د کډوالو سره زور زياتى او د هغوى وهل ټکول په سختو ټکو غندلي دي. په همدې حال کې د ملگرو ملتونو استازي دفتر يونما وياند ادرين ايډوارډز په خپله اونيزه خبري غونډه کې له ايرانه د ايستل شويو کډوالو په حال اندېښنه ښکاره کړه او د دغو کډوالو سره يې د لومړنيو اړتياوو په پوره کولو کې ټټر وواهه . هغه د ايران او افغانستان په حکومتونو غږ وکړ چې د کډوالو د ستونزو په هواري کې دې سره جرگه شي او د خبرو اترو له لارې دې دغه لانجه غوڅه کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه ايران وايي د افغان کډوالو ايستلو ته به دوام ورکړي05 مۍ, 2007 | خبرونه ايران وايي ٥٠ زره افغان کډوال يې ايستلي02 مۍ, 2007 | خبرونه ايران په سلگونو افغان کډوال ايستلي24 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||