BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:29 گرينويچ 2007 ,24 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران په سلگونو افغان کډوال ايستلي

افغان کډوال د کډې په حال کې
چارواکي وايي د راړول شويو کډوالو حال ډېر خراب دى، نه ډوډۍ لري او نه د شپې ځاى
ايراني حکومت په سلګونو هغه افغاني كورنۍ چې دامهال هلته دكډوالو په توګه مېشت و له هغه هېواد څخه ايستلې.

ددغه كورنيو شمېر چې څه باندي ٥٠٠ دى تېره شپه دايران دسرحدي ښارګوټي زابل څخه د افغانستان نيمروز ولايت ته ايستل شوي دي .

دغه كډوالې كورنۍ وايي چې سرپناه نه لري او خوراكي توكي هم ورسره خلاص شوي . دوي له افغان حكومت څخه دبيړنو مرستو غوښتنه كړې ده

دغه كډوالې كورنۍ چې اوس دايران اونيمروز په سرحدي پوله ميشت شوي له ګڼو ستونزو څخه سر ټكوي. دوى وايي چې سرپناه نه لري او د خوراكي توكو له نشتوالي لامله له لوږې څخه کړېږي.

دنيمروز ولايت چارواكي وايي دوي هيڅ په لاس كې نه لري چې دغو اړو كورنيو ته يې وركړي .

ددغه ولايت دكډوالو چارو درياست چارواكو وويل ددغو كډالو حالت دومره خراب دي چې يوه كورنۍ يې دبلي له حاله ناخبره دي .

دنيمروز چارواكو پركابل غږ وكړ چې ژر ترژره دې دغو اړو كورنيو ته مرستې راوليږي . ايراني چارواكوويلي چې دغه افغان كډوال يې ځكه له خپل هېواد څخه ايستلي چې دوى داوسېدو قانوني اسناد نه لرل .

خودنيمروز چارواكو بيا پرايران نيوكه وكړه چې ګواكې دوخت له مخې يې افغان كډوال له خپل هېواد څخه وايستل . دنيمروز دكډوالو چارو رئيس امان الله عاطف وايي چې څوورځې وړاندې يې له ايراني چارواكو سره په دې اړه خبري كړې وې اوهغوى ژمنه وركړې وه چې ترڅو په نيمرزو ولايت كې دافغان كډوالو لپاره ځاى او دژوند اسانتياوې برابرې شوې نه وې دوى به دغه كډوال له خپل هېواد څخه نه باسي.

خو د ده په وينا چې ايراني چارواكو دغه كډوالې كورنۍ په داسې مهال له خپل هېواد څخه وايستلې چې دلته ورته دژوند هيڅ اسانتياوې نه دي برابرې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت