|
له افغانستان څخه د گډوالۍ وروستى بهير | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نړۍ له گود گوډ څخه هر کال په مليونو خلک له خپلو هيوادونو څخه وتلو ته اړ کيږي او يا غواړي چې په نورو هيوادونو کې ژوند خپل کړي . که څه هم ډيرى هيوادونو د ملگرو ملتونو د کډوالو تړون منلى دى او هغه پناه غوښتونکي چې پخپل اصلي هيواد کې د مرگ له گواښ سره مخامخ وي ، د دې تړون له مخې کولى شي چې د پناه غوښتنې شرايط تر لاسه کړي . خو په دې وروستيو کې چې له اسيا ، افريقا او منځني ختيځ څخه د کډوالو او پناه غوښتونکو بهير په ځانگړي ډول لويديځو هيوادونو ته چټک شو ، نو ددغو هيوادونو ترمنځ لکه برتانيا ، د هغو هيوادونو د وگړو پر پناه غوښتنې شرايط سخت کړل چې نړيوال سوله ساتي سرتيري په کې د ټيکاو د راگرځولو دنده په غاړه لري .
افغانستان هم ددغو هيوادونو په ډله کې شميرل کيږي . خو د لويديځو هيوادونو ددريځ له سختولو سره سره لا هم په زرگونو افغانان په لويديځو هيوادونو کې په ناقانونه ډول ژوند کوي او لا يې هم له افغانستان څخه د راوتلو بهير روان دى . موږ د درې پروگرامونو په يوه ځانگړې لړۍ کې ، له افغانستان څخه لويديځ ته د انفرادي پنا غوښتنې عوامل ، هغه کړاونه چې له افغانستان څخه يې لويديځ ته پناغوښتونکي او کډوال خپلوي کتنه کړى او په دريم پروگرام کې هغه ستونزې پلټل شوي دي چې ناقانونه او لويديځ ته نوي راغلي افغان کډوال ورسره مخامخ دي . دغه پروگرامونه ارومرو واورئ او له هغو ستونزو ځان خبر کړى چې افغانان د نړۍ په گوډ گوډ کې ورسره مخامخ دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه له پاکستان نه سږ کال په لسگونو زره کډوال ستانۀ شوي11 جولاى, 2006 | خبرونه م.م.: پاکستان څخه په خپله خوښه د افغانانو ستنېدل روان دي03 اپريل, 2006 | خبرونه په نړۍ کې د کډوالو شميره کمه شوې ده17 مارچ, 2006 | خبرونه ملگري ملتونه : افغانستان نور کډوال نه شي زغملى15 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||