BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:50 گرينويچ 2006 ,17 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په نړۍ کې د کډوالو شميره کمه شوې ده

کډوال
په نړۍ کې لا هم د افغان کډوالو شميره ډيره ښکاري چې په ميليونونو يې په گاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران کې ژوند کوي
د کډوالو نړيواله ټولنه وايي په تېرو پنځو کلونو کې د هغو کسانو شمېر نيمايي ته ټيټ شوى چې په صنعتي هيوادو کې يې د پناه غوښتنې کړې دي.

د ٢٠٠٥ کال لپاره د پناه غوښتنې شمېرې چې همدا اوس په ژنيو کې خپرې شوي، څرگندوي چې د اروپايي ټولنې په ٢٥ هيوادو کې، د پناه غوښتنې عريضې په ٢٨ کلو کې تر ټولو ټيټې کچې ته لوېدلې دي.

په نورو صنعتي هيوادو کې هم دا شمېر خورا لوېدلى دى. امريکا او کاناډا ته په ٢٠٠٥ کال کې د ورکړو عريضو شمېر د ٢٠٠١ کال په پرتله نيمايي شوى دى.

په همدې پېر کې په آسټراليا او نيوزيلنډ کې هم د غوښتنليکونو شمېر په سلو کې ٧٥ لږ شوى دى.

خو د کډوالو نړيواله ټولنه په دې باور ده چې د کړکېچ پايته رسېدل د کډوالو د شمېر د لږوالي يوازينى دليل نه دى.

د کډوالو د نړيوالې ټولنې مشر- انتونيو گوتېرېس وويل حکومتونه بايد له ځانه وپوښتي چې آيا د پناه غوښتنې په وړاندې د محدوديتو جوړول يې د هغو کسانو پر مخ دروازې نه تړي چې په رېښتيا له ترټنو څخه تښتي.

دى وايي په پرمختللو صنعتي هيوادو کې دا نظر چې پناه غوښتنه په يوه لويه ستونزه اوړي، له واقعيت سره سر نه خوري.

ده له حکومتو نه وغوښتل چې د شمېر د لږوالي پر ځاى ډېر پام د کډوالو خوندي کولو ته واړوي. د صنعتي هيوادو دانگېرنې خلاف، د نړۍ د کډوالو ډېره برخه په پرمختيايي هيوادو لکه تانزانيا، پاکستان او ايران کې منل شوې ده.

په ٢٠٠٥ کال کې د هغو وگړو ډېرئ چې په پرمختللو صنعتي هيوادو کې يې پناه غوښتې وه، له سربيا او مونتي نگرو نه راغلي، او روسيه – د چچنيا په گډون، په دې لړ کې دويم ځاى مومي.

په همدې لړ کې، له عراق نه د راغلو پناه غوښتونکو شمېر لا هماغسې په ډېرېدو دى چې يوازې تېرکال په سلو کې ٢٧ پورته تللى دى.

په نړۍ کې لا هم د افغان کډوالو شميره ډيره ښکاري چې په ميليونونو يې په گاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران کې ژوند کوي .

په افغانستان کې د طالبانو له نسکوريدو راهيسته څو ميليونه افغانان د کډوالۍ له ژونده بيرته خپل هيواد ته ستانۀ شوي هم دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت