BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:17 گرينويچ 2006 ,15 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملگري ملتونه : افغانستان نور کډوال نه شي زغملى
کوينگز
ټام کوينگز وايي افغانستان نور په دې دريځ کې نه دى چې ستانۀ شوي کډوال ومني .
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ټام کوينگز يوې جرمنۍ ورځپاڼې ته په مرکې کې ويلي دي چې افغانستان نور د دې توان نه لري چې کډوال ورستانۀ شي .

ښاغلي کوينگز وويل ستنيدونکو کډوالو ته په افغانستان کې اقتصادي موقعې د دۀ په وينا صفر دي .

د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وايي په ٢٠٠١ کال کې د طالب رژيم له نسکوريدو راهيسته افغانستان ته تر درې نيم ميليونو ډير افغانان بيرته ستانۀ شوي دي .

د کډوالو دغه عالي کمشنري وايي افغانان بايد خپله پريکړه وکړي چې ستانۀ شي که نه .

په بله وينا دوى ټينگار کوي چې پر افغانانو دې فشار نه راوړل کيږي چې خپل هيواد ته ارو مرو ستانۀ شي .

ملگري ملتونه په هيله دي چې په روان کال ( ٢٠٠٦ ١٣٨٥ ) کې له ايران او پاکستان څخه شاوخوا يو ميليون کډوال بيرته افغانستان ته ستانۀ شي .

د ملگرو ملتونو د کډوالو ټولنې له ايران - پاکستان او افغانستان سره په دې برخه کې خبرې لرلي دي او له هغو کډوالو سره مالي مرسته کوي چې بيرته خپل هيواد ته ستنيږي خو دغې ټولنې تل پر نورو هيوادونو ټينگار کړى دى چې په زور دې کډوال نه ستنوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت