|
ناروي رد شوى افغان کډوال وباسى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناروې هيواد د کډوالو د څانگې مرستيالې ميرمن کترن بريزنټ وويل، موږ د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو له سازمان او د کډوالو د ستنولو له نړيوالې موسسې ، آي او ام سره خبري اتري کړي دي چې، په خپله خوښه افغان ستنيدونکو کډوالو ته آسانتياوې برابرې کړي. ميرمن بريزنټ وويل، دوي له افغان ستنيدونکو کډوالو سره پر ٢٥٠٠ امريکايي ډالرو او نورو اړينو مرستو هوډمن دي. د افغانستان د کډوالو د راستنولو د وزارت مرستيال، محمد نعيم غياثي د ناروې هيواد دغه پريکړه پرځاي بولې او دملگرو ملتونو د ١٩٥١ کال د پروتوکول پر بنسټ، هيواد ته د هغه شمير کډوالو راستنول قانوني بولي چې، په خپل هيواد کې ور ته ځاني خطر يا گواښنه نه وي. محمد نعيم غياثي: دغه هيوادونه وايي، موږ اوس پخپله په افغانستان کې شتون لرو او دلته هيځ څوک د خپل آند، تگلوري او کار لپاره نه گواښول کيږي ، نو له دي امله د هيځ افغان پناه غوښتنه نه منل کيږي . ښاغلى غياثي وايي، په ناروي کې نه د منل شوو کډوالو شمير سلگونو کسانو ته رسيږي ، ښاغلي غياثي زياتوي، له ناروي نه را ستنيدونکي کډوال کولاي سي د ملگرو ملتونو د سازمان په ملتيا، له ناروي څخه، خپل مال او شتمني هم هيواد ته له ځانه سره راوړي په داسي حال کې چې، له ځينو نورو هيوادونو څخه دا شونتيا نسته. په افغانستان کې د دري کلن بدلون نه وروسته، بهرنيو هيوادونو ته ډيرى تللي افغان هوري ندي منل شوي، او له کلونو را هيسې يې برخليک ندي معلوم. تر اوسه څو څو ځلي افغانان په بهرنيو په تيره بيا اروپايي هيوادونو کې د پوليسو لخوا بنديان او په زوره افغانستان ته را ستنول شوي دي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||