BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:08 گرينويچ 2005 ,22 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م . م : ځينې افغان کډال ښايي ستنيدو ته چمتو نه وي

کډوال
د ملگرو ملتونو چارواکى وايي ښايې په ايران او پاکستان کې ميشت يو شمير افغان کډوال د بيلا بيلو لاملونو له کبله خپل هيواد ته د راستنيدو لپاره چمتو نه وي
د کډ والو په چارو کې د ملگرو ملتونود سازمان عالي کمشنر انتونيو گوتريس سيمې ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان پلازمينې کابل ته رسيدلې دى .

دښاغلي گوتريس د سفر موخه له گاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران نه د افغان کډوالو د راستنيدو د بهير ارزول ښودل ښودل کيږي .

له پاکستان او ايران نه د افغان کډوالو د راستنيدو پر لارو چارو د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د کابينې له يو شمېر غړو سره خبرې اترې کابل ته د ښاغلي گوتيرس د سفر اصلي هدف ښودل شوى دى .

دى په همدې موخه د سه شنبې ( ليندۍ ١ نومبر ٢٢ ) په گهيځ کابل ته تر راسيدو وروسته د ولسمشر حامد کرزي ليدو ته ورغى.

د ښاغلي گوتيرس دغه سفر په داسې حال کې تر سره کيږي چې اوس هم په پاکستان او ايران کې څه کم څلور ميليونه افغان کډوال ميشت دي .

ها خوا د هغه درې اړخيز قراداد له مخې چې د افغانستان د دولت او د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له لورې له پاکستان او ايران سره په جلا جلا ډول لاسليک شوى، په خپله خوښه د دغو کډوالو د راستنيدو مهال ويش د ٢٠٠٦ م کال په وروستيو کې بشپړيږي .

په کابل کې د کډوالو د نړيوالې ادارې UNHCR وياند محمد نادر فرهاد بي بي سي ته وويل چې خبرې به ددغه مهال ويش د غځيدو پر احتمال او دا ډول د هغو افغان کډوالو د برخليک پر ټاکلو راټولې وي چې له لويه سره افغانستان ته راستنيدل نه غواړي .

دى وايي : (( ښايې په ايران او پاکستان کې ميشت يو شمير افغان کډوال د بيلا بيلو لاملونو له کبله خپل هيواد ته د راستنيدو لپاره چمتو نه وي . په دې لړ کې کولې شو د دغو هيوادونو له اصلي استوگنو سره د خپلوۍ د اړيکو د جوړولو او يا له گټې وټې نه د ډک کاروبار د درلودو يادونه وکړو . اوس پوښتنه داده چې په ايران او پاکستان کې به ددغه ډول کډوالو د پاتې کيدو شرايط څه ډول وي او په کوم هويت سره به ژوند کوي ؟ ))

د ښاغلي گوتيرس خبرې اترې او سلا مشورې به په همدې او دې ته په ورته نورو ټکو لکه د کډوالو د راستنيدو او د هغوى لپاره د سرپناه او ژوند د شرايطو پر څرنگوالي راټولي وي .

دا ټول داسې يو څه دي چې په تړاوو يې په افغان چارواکو سربيره له پاکستاني او ايراني چارواکو سره خبرې اترې هم اړيني بلل کيږي .

د همدې لپاره په پام کې ده چې ښاغلى گوتيرس له کابل وروسته اسلام اباد او تهران ته سفر وکړي .

د کډوالو د نړيوالې ادارې د سرچينو له قوله دى به په دغو هيوادونو کې د ميشتو افغان کډوالو د برخليک په تړاو د دغو هيوادونو له چارواکو سره په خبرو سربيره ، پخپله د افغان کډوالو له استازو سره هم وويني .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت