|
په کابل کې پر کډوالو مځکې وېشل کيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په تېر يوه کال کې دا دويم ښار گوټى دى چې د کابل په ولايت کې د راستنو شويو افغان کډوالو لپاره جوړېږې . نوى ښار گوټى ، د کابل ښار شمال په ٣٠ کېلو ميتري ، د قره باغ ولسوالۍ د بارېک اب په سېمه کې پروت دى . په پام کې ده چې دلته ، څه باندې ٣٠٠٠٠ افغان کډوالو ته چې کورونه نلري ، ځمکي ووېشلي شي . ددغو ځمکو يو ه نمره به درې سوه متره مربع وي چې کډوال به يې په ٤٠٠٠ افغانيو له دولت څخه راونيسي . په افغانستان کې د راستنېدونکو چارو وز ير محمد اعظم دادفر وايې چې په لومړي سرکې به په دغه ښارگوټي کې ، هغو څه باندې ٣٠٠٠کډوالو کورنيو ته ځمکي وويشلي شي چې دامهال ، د کابل ښار د بېلابېلو سيموپه کنډوالو او خيمو کې ژوند کوي . دارنگه نوموړي ، پر مرسته ورکوونکو هيوادونو او نادولتي نړيوالو موسسو غږ وکړ چې له دغو کډوالو سره مرسته وکړي چى د ژمې له ېخنۍ څخه مخکې ځا ته سر پناه جوړه کړي . خو دده په وينا چې د کور او ښار جوړولوو او کليو او پر اختيا وزارتونه ، کابل ښاروالي او دملگرو ملتونو پرمختايې ادار ه ، يو اين ډي پې به په ښار گوټي کې اوبه ، برېښنا او نور ټولنېز خدمتونه برابر کړي . د هيواد په کچه دا ٢٦ ښارگوټى دى چې د راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو ، کډوالو لپاره جوړېږې . خو دغه ښار گوټي نشي کولي چې د کور په برخه کې ، په تېرو دري کلونو کې هېواد ته د راستنو شويو څه باندې درېو ميليونو افغان کډوالو ستونزي وراواري کړي . ځکه ډيرى دغه خلک د بې روزگاري او بېوزلي تر څنگ د استوگنې کورونه هم نلرې . خو دا پداسې حال کې ده چې ښاغلى دادفر وايې چى ددغې ستونزي د اواري لپاره ، دوى پلان لري چې په څو راتلونکو کلونو کې نژدي دوه ميليونو افغان کډووالو ته ځمکي ووېشي . | ورسره تړلي نور خبرونه ملگري ملتونه : له افغان کډوالو سره مرسته کوو08 سپتمبر, 2005 | خبرونه له باجوړ او کرمې د ستنو شويو کډوالو ماشومان مړۀ شوي04 سپتمبر, 2005 | خبرونه په بروکسل کې د افغان کډوالو په اړه غونډه روانه ده16 فبروري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||