 |  دغه کډوال جلال اباد ته نژدې لا هم په هغو لاريو کې ناست دي چې له باجوړ او کرمې پکې راغلي وو . | د ننگرهار په ولايت کې هغه په سلگونو افغان کډوال تر شنۀ اسمان لاندې بې سر پناه پراتۀ دي چې په دې وروستيو کې له باجوړ او کرمې اېجنسۍ څخه ستانۀ شوي وو .دغه کډوال د درملو او پناه ځاى د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي او وايي چې تيره شپه يې دوه ماشومان د همدې له امله مړۀ شول . دغه څو سوه کډوال د کونړ ولايت اوسيدونکي دي خو په کونړ کې د امنيت او د ځاى د نشتوالي له امله غواړي چې د جلال اباد ښار ته نژدې په يوۀ کمپ کې واړوي . د ننگرهار چارواکي دوى ته اجازه نه ورکوي او وايي بايد کونړ ته ستانۀ شي . پاکستان د تيرې مېاشتې په ترڅ کې د باجوړ او کرمې اېجنسۍ کډوالو ته ويلي و چې د په دوو اوونيو کې بايد هغه کمپونه پريږدي که نه نو په زور به اېستل کيږي . |