BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:39 گرينويچ 2005 ,08 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملگري ملتونه : له افغان کډوالو سره مرسته کوو
News image
په روان کال کې له پاکستانه ٦٠٠٠٠ افغان کډوال ستانۀ شوي دي .
د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وايي دوى به لا هم له پاکستان څخه افغانستان ته له ستنيدونکو کډوالو سره مرستې کوي .

تيره اوونۍ ١٠٠٠ تنه افغان کډوال له پاکستانه خپل هيواد ته ستانۀ شول .

له دغو سره په روان کال کې د ستنو شويو کډوالو شميره ٦٠ زرو ته ورسيده .

د چارشنبه په ورځ په سلگونو افغان کډوالو د پاکستان په شمالي ښار پېښور کې د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ په يوۀ دفتر بريد وکړ او د دفتر ميز و څوکۍ او سامان الات يې ويجاړ کړل .

د ملگرو ملتونو دغې ادارې وړاندې ويل چې د کډوالو ستنيدنه د خپلې خوښې ده او له کډوالو سره به د هغوى له اړتيا سره سم مرسته کيږي چې بيرته په خپل ټاټوبي کې پر ځاى شي .

پاکستان په روان کال کې د افغان کډوالو بيلا بيل کمپونه وتړل او له کډوالو يې وغوښتل چې يا افغانستان ته ستانۀ شي او يا هم په ځينو نورو کمپونو کې دېره شي .

د اگست په مياشت کې د باجوړ او کرمې په ايجنسيو کې هم د کډوالو کمپونه وتړل شول .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت