|
افغانستان : جرمني دې افغان کډوال په زور نه باسي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کډوالو دراستنېدلو د چارو وزيراعظم دادفر د المان له هيواد څخه غو ښتنه وکړه چې ميشت افغان کډوال دې له خپل هيوادنه په زور نه را باسي . نوموړى په يوه خبرى کنفرانس داخبره وروسته له هغه وکړه چې دالمان دهامبورگ د ښار په گډون له يو شمېر اروپايي هيوادونوڅخه دافغانانو د په زور اپستلو خبرونه ورکول شو . ښاغلي دادفر وويلي چې په دې هکله دافغانستان حکومت له هېڅ هېواد سره دوه اړخېز تړون نه دى لاسلېک کړى چې افغانان دى په زور راوشړي بلکې د ددوى تگلاره داده چې بايد افغانان په خپله خوښه راشي او په دې اړه له ټولو هيوادونوسره ورته خبرې شوي او کېږي . د کډوالو د چارو وزېر همدارنگه وويل چې سږکال يې ټول هغه کډوال په کورونو کې ځاي پر ځاي کړى چې تېر ژمى او اوړى ېې په خيمو کې تېر کړو او اوس هېڅ کورنۍ په خېمه کې نه ده پاتې . خو که له يوې خوا يو شميرهمدغه په کورونو کې ځاى پرځاى شوي کډوال شکايت کوي چې ورکول شوي کورونه نه دروازې لرې اونه کړکۍ او دولت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې بل خوا بېا لاهم ځيني کورنۍ په خيمو کې ژوند کوي او ددغه ډول کوټو غوښتونکي دي . دوه تنه همداډول ښځې د کډوالو وزارت ته راغلې وې او ويل ېې چې د کابل د سيا سنگ په سيمه کې په خيمه کې له يخ نه سخت په عذاب دي . خود کډوالو وزېر اعظم دادفر وايي چې يوشمير کوچېان کډوال نه غواړي چې د خپلو څاروېو لپاره په کورونو کې ژوند وکړي. ده وويل کډوالو ته يې سږ کال دکور جوړولو لپاره ېوه ېوه ټوټۀځمکه ورکړې او په لسگونو زره مهاجرو کورنېوته به په راتلونکي پسرلي کې د کور جوړولو لپاره په خپل اصلي ولايت کې ځمکه ورکړي . په تېرو ٤ کلونو کې څه باندى څلور ميليونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې زېاتره يې له ايران او پاکستان څخه راغلي خو ددغو کډوالو يو زېات شمېر ېې د استوگنځي او کار له نشتوالي څخه سرټکوى . | ورسره تړلي نور خبرونه ناروي رد شوى افغان کډوال وباسى10 اگست, 2005 | خبرونه م . م : ځينې افغان کډال ښايي ستنيدو ته چمتو نه وي22 نومبر, 2005 | خبرونه په پاکستان کې د افغان کډوالو راتلونکى19 دسمبر, 2005 | خبرونه په کابل کې پر کډوالو مځکې وېشل کيږي29 اکتوبر, 2005 | خبرونه ملگري ملتونه : له افغان کډوالو سره مرسته کوو08 سپتمبر, 2005 | خبرونه له باجوړ او کرمې د ستنو شويو کډوالو ماشومان مړۀ شوي04 سپتمبر, 2005 | خبرونه په بروکسل کې د افغان کډوالو په اړه غونډه روانه ده16 فبروري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||