BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:59 گرينويچ 2006 ,11 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
له پاکستان نه سږ کال په لسگونو زره کډوال ستانۀ شوي
کډوال
ملگري ملتونه وايي واپس ستنېدنه په افغان حکومت د کډوالو باور څرګندوي
له پاکستان نه روان کال کې افغانستان ته د کډوالو شمير ١٠٠ زرو څخه زيات شوى دى چې په واپس ستنيدونکو کې ګڼ شمير هنرمندان او ماهرين هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يا UNHCR وايي چې پېښور ، کوټې ، کراچۍ او اسلام آباد کې د UNHCR په مرکزونو کې نن هم افغانستان ته ستنيدونکي ١١٠٠ کډوال حاضر شول.

د ملګرو ملتونو له خوا اسلام اباد کې خپور شوي يو بيان کې وويل شول چې روان کال کې واپس ستنيدونکو کډوالو کې ١٥ زره کورني کارکوونکى څه باندې ١٢ زره قالين جوړونکي، ٣٥٧تعليمي سيکټر سره تعلق لرونکي ،٣٤٥ انجنيران او ١١٥ کسان د طب پېشې سره تعلق لرونکي وو.

بيانيه زياتوي چې ماهرينو کې قانون سره تړاو لرونکي ، نل غځونکي ،معماران ، د کر کرکيلې کارکوونکي او دفتري کارکوونکي هم شامل دي.

اسلام آباد کې د UNHCRد دفتر مشر جان اينډريو وويل چې د ګڼ شمير تجربه کار افغانانو خپل هېوا د ته واپس ستنېدنه به د افغانستان د بيا ودانۍ په کارونو کې مرسته وکړي.

ښاغلي اينډريو زياته کړه چې واپس ستنېدنه په افغان حکومت د کډوالو باور څرګندوي او دا چې واپس ستيدونکي کډوال د هيواد په بيا ودانۍ کې د خپل رول احساس کوي .
د UNHCRلخوا په ٢٠٠٢کال کې په خپله خوښه د ستنيدو د پروګرام ترمخه تراوسه دوه اعشاريه څلور اتيا ميليون افغانان خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

UNHCRوايي چې روان کال کې د پاکستان د صوبه سرحد څخه ٦٤ زره ، بلوچستان څخه ١٨٠٠٠، د سند صوبې څخه ٩٥٠٠ او د پنجاب او اسلام آباد څخه ١٤٠٠٠ کډوال واپس ستانه شوي دي.

UNHCRوايي چې روان کال کې د کډوالو د واپس ستنيدو عمل د تير کال په پرتله سست دى.

د مثال په توګه د روان کال جون په مياشت کې ٢٤٧٨٠ افغانان واپس ستانه شوي وو چې دا شمير د تير کال د جون د مياشتې نه ٦٦ فيصده کم دى.

UNHCRوايي چې اوس هم پاکستان کې دوه اعشاريه شپږ ميليون افغانان موجود دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت