|
م.م.: پاکستان څخه په خپله خوښه د افغانانو ستنېدل روان دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دملګرو ملتونو(م.م.) د کډوالو اداره UNHCR وائي چې په پخپله خوښه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنيدو په پروګرام کښې تيره مياشت شااوخوا ٩ زره کډوال خپل هيواد ته ستانه شويدي. يواين ايچ سي ژمي له تېريدو وروسته په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنيدو پروګرام د مارچ په لومړۍ نيټه څخه بيا شروع کړى دى. په اسلام اباد کښې د دوشنبې په ورځ په خپره شوې يوې بيانيه کښې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ووئيل چې تيره مياشت د صوبه سرحد څخه ٥٢٠٠ ، بلوچستان نه ١٨٠٠ سوه څلويښت ، جنوبى سيند صوبے نه ١٤٠٠ دوويشت او د پنجاب او اسلام اباد څخه ٣٦٠ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د پاکستان، افغانستان او UNHCR ترمينځه د افغان کډوالو خپل هيواد ته په خپله خوښه د واپس ستنيدو د پروګرام ترمخه د روان کال مارچ د واپس ستنيدو اخرې مياشت وه خو وروسته دا نېټه د روان کال تردسمبره وغزول شوه. ملګرى ملتونه وائي چې د سفري اسانتياؤ لپاره هرې کورنۍ ته د څلورو او اووه ديرشو ډالرو ترمينځه پيسې ورکوي ،دې سره سره هر يوتن سره ١٢ ډالرو مرستې هم کيږي. UNHCR وائى چې اوس هم دوه اعشاريه ٦ مليونه افغان کډوال پاکستان کښې اوسيږى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||