|
كورني تاوتريخوالي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کور چاپېريال بايدله مينې ډک او سوله ييز وي خو د ځمكې پر سر د ميليونو انسانانو لپاره له دوئ سره په کور کې د زور زېاتي له امله دا د ويرې پر ځاى ځايګي اوښتى دى. د بي بي سي خبرياله شينا مك ډونالډ د تړلو دروازو شاته ورغلې چې د تاوتريخوالي په اړه پلټنې وكړي . د بي بي سي دې خبريالې د امريکايې ،اروپايې ، افريقايې او اسيايې کورنيو ترمنځ د تاوتريخوالي په اړه څلور پروگرامونه چمتو کړي دي . په دې پروگرامونو کې نوموړې ددې ټکي د سپيناوي هڅه کړې چې د کورني تاوتريخوالي د رامنځته کيدو لامل څه دى او د له منځه وړلو لارې چارې يې څه دي؟.
يا دا چې څه د كورني تاوتريخوالي لامل ګرځي او په وړاندې يې مبارزه څه ده ؟ کومې څانگي کړلى شي چې د تاوتريخوالي اور ته لمن ووهي او کومې څانگي کولى شي چې دغه اور مړ کړي ؟ دا ټولې خبرې په څلورو پروگرامونو کې واورئ. د کورني بد چلند او تاوتريخوالي ډيرى قربانيان ميرمنې او ماشومان دي . نړيوال قانونپوهان ، مذهبي مشران ، د ښځو او ماشومانو د ژغورنې او دفاع ټولنې او د تاوتريخوالي قربانيان حکومتونو اوهغو څانگو ته چې د ټولنې د غړو د خونديتوب دنده په غاړه لري مشورې ورکوي . قربانيان دا کيسې کوي چې څه ډول د کورنيو د مشرانو د زورواکيو ځپلي دي . ددې خپرونو د ژباړې پر مهال له ډيرو حيرانونکو کيسو سره مخامخ شوم چې په نړۍ کې څه ډول د کور مشران پر ماشومانو او ميرمنو زورزياتى کوي او خپلې خوښې پرې تپي . په دې پروگرامونو کې دا خبره روښانه کيږي چې څه ډول د کورنۍ يو غړى ځان د نورو غړو پر سر د مشرتوب پوړ ته رسوي او بيا له واک څخه ناوړه گټه پورته کوي : ټولو درنو اوريدونکو ته يې د اوريدو بلنه درکوم |
ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان کې ښځوسره د زورزياتي په اړه انديښنې12 دسمبر, 2006 | خبرونه افغانستان کې له ښځوسره تاوتريخوالى25 نومبر, 2006 | خبرونه بهرنۍ پاڼې بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||