BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:32 گرينويچ 2008 ,24 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښځه او نننۍ نړۍ

ښځې او نننۍ نړۍ
د ښځې او نننۍ نړۍ پروگرام په هره دوشنبه له بي بي سي را ډيو اوريدلاى شئ

د امريکا نوې اداره او د افغان مېرمنو هيلې

د امريکا نوي او لومړي تور پوستي ولسمشر بارک اوباما تېره اوونۍ په رسمي ډول واک تر لاسه کړ .

په نړيواله کچه له نوموړي څخه داسې هيله کېږي چې په نړۍ کې د ستونزو د حل کولو لپاره به ګامونه پورته کړي .

ده د ولسمشرۍ د پيلولو په مراسمو کې وويل د افغانستان حالت ته به خپل پام زيات کړي . افغان حکومت هم تمه کوي چی په هر ډګر کې به ورسره مرستې زياتې کړي .

خو په افغانستان کې مېرمنې د ده په اړه څه نظر لري ؟ او له بارک اوباما نه څه غوښتنې لري ؟ د دغو پوښتنو ځواب زموږ همکارې سلمي سهيلي په خپل رپوټ کې موندلی دی .

يوه افغانه مېرمن :

((زه خوشاله يم چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ټاکل شوی دی ، ده وويل چې په نړۍ کې به سوله او کراري راولم ، خو دا خو د افغانستان ولسمشر نه دی چې زه ترې کومه توقع ولرم خو دمره وايم چی که چېرې له زړه نه غواړی افغانستان سره مرسته وکړي نو زه دا غوښتنه لرم چې دا خپل عسکر د افغانستان له خاورې نه وباسي او دغه مصرف چې دی يې پخپلو عسکرو کوي د افغانستان په ملي اردو وکړي تر څو پخپله افغانان به خپلو پښو ودرېږي . ))

يوه بله مېرمن:

((زه د بارک اوباما څخه دا غوښتنه لرم چې دغه د ايساف ځواکونه دې په ښار کې نه ګرځي ځکه کله چې کومه چاودنه يا ځانمرګی بريد کېږي نوهغه ښځ چې ښار کې دي هغوی له يوه ډېر خراب حالت سره مخ کېږی په تېره بيا کومه ښځه چې ټپي شي نو په ډېر بد حالت کې په سړک کی له چادرې سره پرته وی دا د افغانانو لپاره ډېر عيب دی ، شرم دی . او د ښځو لپاره هم ))

لکه څنګه چی په دغو خبری کې مو واوريدل د امريکې له نوي حکومت سره د افغان ميرمنو هيلې ډيری شوې دي .خو ايا په ريښتيا به هم د بارک اوباما واکمنۍ د افغان ميرمنو په ژوند کی مثبت بدلون راولی ؟

د افغانستان دولسې جرګی غړی نجيبه شريف تمه کوي چي د امريکا نوی حکومت سره به د افغان ښځو ژوند ښه شي:

((د افغانستان د ښځو هيله او اميد د اوباما په راتګ سره دا دی چی د دوی په ژوند کی بايد مثبت بدلون راشي، په لومړي سر کې د افغانستان خلک او ښځې سوله غواړي، يره مهمه او عمده خبره داده چی ولس يي غواړي د اوباما څخه ، د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته بايد احترام وشي . زموږ ارزښتونه په لومړي سرکې ، زموږ اسلام ، زموږ عنعنات ، او زموږ اساسي قانون دي ))

اغلې شريف اوسنيو حالاتو ته په کتو سره وويل په افغانستان کی لاهم ښځې د ټولنې هغه ځورېدلې برخه ده، چې ډېری کړېږي . ميرمن شريف ، د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتريخوالی او پر نجونو جنسي تېری هغه ظلمونه ګڼی چې په وينا يي نور د زغملو نه دي .

په عين حال کې يو شمير ميرمنی بيا د امريکې نوی حکومت هم هسې ګڼې لکه د پخوا په څير !،هغوی هيله نلری چی د بارک اوباما واکمنې به ددوی ژوند بدل کړی :

(( نه نو! څه هيله به ورته ولرو، د بوش په وخت کې مو څه وليدل چې د اوباما په حکومت کی به يې ووينو، خدای دې پخپله ارامي راولي دا اوس چې کومې جګړې روانې دي په دې کې بيا هم ښځه ځورېږي، کړيږي.

که چېرې جنګ وي. نو يا ښڅه وژل کېږي، يا د ښځې خاوند مري، يا يې ورور،يا يې زوی وژل کېږي، نو بيا هم پخپله ښځه ده چې خواره اوزاره پاتې کيږي .))

بي بي ګله يوه کونډه مېرمن ده چې د امريکې له نوي ولسمشر بارک اوباما نه کونډو او رنډو ته د مرستې او زړه سوي غوښتنه کوي:

((که چېرې د کونډو رنډو ته کمک وشي نو دا به ډېره ښه وي زه پخپله يو کونډه ښځه يم چې څلور يتيمان را له غاړې دي يو زوی می په د سړک پر غاړه يا لارو کوڅو کې سپيلني لوګی کوي، او بل زوی می د خلکو موټرونه مينځي او هغه نجونې خو له کوره نه شم ايستلی څه وکړم ، که چېرې يو خوار اوغريب سره کمک وشې دا به ښه وي . نوخدای وکړی د بارک اوباما حکومت داسې نه لکه بوش .))

خو د دې ټولو هيلو او ناهيليو تر څنګ د افغان مېرمنو لپاره ښاغلی اوباما څه کولای شی ؟ د افغانستان د ښځو چارو وزيره حسن بانو غضنفر وايي د اوباما له يوشمېر هغو پلانونه هيله منده بريښي چې په وينا يي د ده په ولسمشرۍ سره به د افغان مېرمنو په ژوندکې مثبت بدلون راشي:

((زه فکرکوم چی د بارک اوباما په واکمنی کی به هم مرستې جاری وي. په تيره بيا د ښځو په برخه کی ، او هيله منده يم چی د بارک اوباما په واکمني سره به دافغانو مېرمنو ژوند مثبت بدلون ومومې ، دا به دی چی موږ د (انجمن افغان امريکا) په نامه يو ګډ انجمن لرو چې په راروا ن کال کی په فعاليت پيل کوي. ))

د امريکا نوی پيل شوی حکومت ، که څه هم ، د ډېرو افغان ښځو له خوا په ښه پال ونيول شوه ، خو يو شمېرنورې چی د ايتلافي ځواکنو په بمباريو او بريدونو کی يې بچې مېړونه يا دکورنۍ نور غړي وژل شوي وايي چې د امريکا نوی حکومت له زاړه هغه څه سره کوم توپير نه لري .

ښځه او نننۍ نړۍ پروګرام

د بي بي سي لخوا د ښځو لپاره پروگرام د هرې افغانې مېرمنې، هرې افغانې مور، هرې خور او هرې پېغلې د ژوند سره تړلې خبرې څېړي.

په دي پروگرام کې له ښځوسره په عملى ډول مرسته کېږي چې د ژوند ستونزې يي هوارې شي.

د ښځې او نننۍ نړۍ پروگرام هره اونې د بي بي سي راډيو له لارې په دغو ورځو او وختونو خپرېږي:

- دوشنبه د افغانستان پر وخت د ماښام له ٠٥: ٨ بجو څخه تر ٨:٣٥ دقيقو پوري

- سه شنبه د افغانستان پر وخت د سهار له ١٠:٣٠ څخه تر ١١:٠٠ بجو پوري

- چهار شنبه دافغانستان پر وخت د غرمې له ١:٣٠ څخه تر ٢:٠٠ بجو پوري

د ژورنالېستانو لپاره عملي لارښودجنس، حقونه، او روغتيا
د ژورنالېستانو لپاره عملي لارښود
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت