|
افغانستان کې ښځوسره د زورزياتي په اړه انديښنې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوه نړيواله اداره وايي د بن له غونډې ٥ کاله وروسته اوس هم په افغانستان کې د ښڅو وضيعت د اندېښنې وړ دي . د ښځو دحقونو نړيوال سازمان يا ميډيکا مونډېال دافغانستان د ښځو د وضيعت په اړه ېو رپوټ خپور کړ چې ددغه هېواد ښځو ته د کلک پام غوښتنه کوي . دغه رپوټ وايي په پرلپسې توگه په افغانستان کې ښځي له روانې ،فزيکي او جنسي تاو تريخوالي او همدارنگه له جبري واده کولو سره مخامخ دي . پر دغې رپوټ د ښځو چارو دوزارت چارواکو ، دافغان پارلمان او مدني ټولنو يو شمېر غړو د برتانيي د پارلمان او مدني ټو لنو له يو شمېر غړو سره د وېډيوي کنفرانس له لارې بحثونه وکړل . په افغانستان کې د ښځو دحقونو سازمان ميډيکا مونډېال دغه ٣٤ مخيز رپوټ وايي په دغه هېواد کې ښځو ته ډېر ورکول شوي حقونه په ښارونو پورې محدود دي په افغانستان کې د ښځې سولې او امنېت په سر ليک دغه رپوټ وايي چې د بن له غونډې ٥ کاله وروسته هم په افغانستان کې جبري او په وړوکوالي کې د نجونو ودول ، په بدو کې دنجونو ورکول ، او له ښځو سره تاو تريخوالي دوام لري . او په دې برخه کې دولت ، مدني ټولني او خلک بايد گډې جدي هڅې وکړي . رپوټ وايي په دولتي ادارو او تصميم نيونه کې د ښځو ونډه کمه ده .دمېډېکا مونډېال د دفتر يوې چارواکې سجېې بهگام وويل د ښځو د ژوند دښه والي په برخه کې شوي کارونه په ښارونو پورې اړه لري . ((زموږ ددفتر دارزونو او پلټنو له مخې ويلاىشو چې د ښارونو په مرکز کې د ښځو په ژوند کې يو څه ښه والى راغلى او يوڅه سياسي حقونه يې تر لاسه کړي دي خو په کليو کې دا ستونزه جدي دي .)) اغلې بهگام په دې برخه کې د دولت او نړېوالو ادارو څخه دمرستې غوښتنه وکړه (( دښځو امنېت ، روغتيا ، بې سوادي ، کار او بي وزلي داټول امکاناتو ته اړتيالري او په دې برخه کې زموږ شوي کارونه لومړي گامونه دي )) پر دغه رپوت په کابل کې دښځو چارو پر وزيرې سربېره د پارلمان او مدني ټولنو يو شمېر چارواکو د برتانيې د پارلمان او مدني ټولنو له غړو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې بحت وکړل . افغان غاړې وويل سره له ټولو ننگونو او کارونو ددوى ٥ کلنو هڅو ښې پا ېلې لرلې . دغو افغان ښځو د برتانېې د پارلمان له غړو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ښځو د بې وزلى او رواني ستونزو د کموالي په برخه کې ورسره مالي او تخنيکي مرستي وکړي . برتانيه هغه هيواد دى چې د ښځو دحقونو دورکړې او امنيت په اړه دملگرو ملتونو دامنيپت شورا د پرېکړه ليک عملي کولو ته يې يو منظم پلان جوړ کړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||