BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:06 گرينويچ 2006 ,25 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې له ښځوسره تاوتريخوالى
افغانې ښځې
ډيرې افغان ميرمنې له کورنيو او بهر له تاوتريخوالي سره لاس اوگريوان دي
په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې د لمانځلود غونډې په ترڅ کې دددې خبرې ترڅنگ يادونه وشوه چې د ښځو چارو وزارت دداسې تگلارې د مسودې په جوړولو بوخت دى چې په عملي کولو به يې د ښځو ژوند ښه او دتاوترېخوالي کچه راکمه شي .

غونډې ته وينا کونکو په دې اړه دخپلو اندېښنو د څرگندولو ترڅنگ دناوړه دودونوله منځه وړل او خلکو د پوهاوي دکچې د لوړولو غوښتنې کولې .

سږکال بيا د دې ورځې د لمانځلو پر مهال پخوانى اندېښنې تکرار شوې او پر څو غوښتنو بېلا بېلې ويناوې وغزېدې .د غونډې گډونوالو وويل په سلو کې٩٠ ښځي د تاوتريخوالي سره مخامخ دى . د ولسمشر کرزي او دهغه دمېرمنې په پيغامونو کې هم دښځو سره د تاو تريخوالي په اړه اندېښنه څرگنده شوې وه .

دافغانستان د ښځو چارو وزيرې حسن بانوغضنفر وويل په دې هېواد کې نژدې ٦٠ په سلو کې نجونې تر ١٦ کلنۍ وړاندې واده کيږي چې ددې په وينا دغه نجونې ترډېره د تاوتريخوالي ښکارکيږي .

(( سره له دې چې په وړوکوالي کې واده کول منع دي خو شاوخوا ٥٧ په سلو کې نجونې تر ١٦ کلنۍ وړاندې واده ته مجبوريږي .ډير ودونه په زور ترسره کېږي .دا کار نه يوازې پر ښځو بلکې پر نار ينه وو هم ناوړه اغېز کوي . د تاوتريخوالي بله بيلگه په قومي او شخصي شخړوکې د بدو په ډول د نجونو ورکول دي . په خواشينى سره چې لاهم په افغانستان کې ښځې د روغتيا ، ښوونې او روزنې ، بېوزلۍ او دحقوقو د نه پيژندنې له کبله په نا وړه حالت کې دي . دافغان ښځو ژوند دنورو هېوادونو په پرتله شل کاله کم دى .چې ټول دتاوتريخوالي لامل دى .))

اغلې غضنفر ددې ستونزې حل ددېنې عالمانو لخوا دخلکو په پوهاوي پورې وتاړه اودخپل وزارت په مټ يې دداسې تگلارې پر مسودې دکار يادونه وکړه چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى کم کړي او ددوى د ژوند امنيت ښه کړي . د ې د تاوتريخوالي مهم لاملونه د رسمي نکاح لېک نه لرل ، د رواني روغتېا ېې مرکزونو ، د ښونې اوروزنې او په سياسي ډگر کې دهغوى د گډون کموالى وباله .

 په دې هېواد کې نژدې ٦٠ په سلو کې نجونې تر ١٦ کلنۍ وړاندې واده کيږي چې ددې په وينا دغه نجونې ترډېره د تاوتريخوالي ښکارکيږي .
دښځو دچارو وزيره

دولسي جرگې غړې شينکى کړو خيل دنورو هېوادو په پرتله دافغان ښځو په وړاندې د روان تاوتريخوالي کچه ډېره لوړه وبلله او ددې ستونزې دکموالي لپاره يې وړاندېزونه وکړل .

(( اول هغه قوانين چې د ښځو په ملاتړ کې نه دي بايد اصلاح شي . اودښځو ملاتړي قوانين رامنځ ته شي . دوهم دغه قوانين بايد پلي شي . او دريم په حکومتي بودجه کې د ښځو د وضيعت دښه والي لپاره ښه ونډه بيله شي .))

دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي د تېرو کلونو په پرتله له دوى سره د کورني تاوتريخوالي له کبله دنجونو دځان سوځونې اوځان وژنې زياتې پيښې تبت شوې دي چې اصلي لامل يې کورنى تاوتريخوالى دى . خو په افغانستان کې د ښځو چارو دوزارت ترڅنگ يو شمېر نورې ټولنې هم دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي د له منځه وړلو په ډگر کې کارکوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت