BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:20 گرينويچ 2006 ,10 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
٢ ميليونه افغانان ولې روزگار نه لري ؟

٢ ميليونه افغانان ولې روزگار نه لري ؟
د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزار ت وايي دا اوس هم نژدې هره ورځ د کار لپاره په سلگونو اعلانونه خپروي خو دکار وړ کس نه مومي.
د افغان دولت احصاييې ښيې چې شاوخوا دوه ميليونه کسان په دغه هيواد کې روزگار نه لري.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي په تيرو څلورو کلونو کې يې يوازې سل زره کسان په کار گمارلي دي خو دکاري مهارت نشتوالى د بې روزگارۍ لوى دليل بلل کيږي.

د همدې له امله يو شمير ستانه شوي کډوال اوس بيرته د پاسپورت په تر لاسه کولو بوخت دي چې له هيواده د باندې کار ومومي.

د پوټونه ښيې چې په افغانستان کې په لسگونو زره بهرني کارکونکي په کار بوخت دي.

د افغانستان د دولت شميرې ښيې چې په دغه هيواد کې د کار وړتيا لرونکيو کسانو شميره شاوخوا ١٠ ميليونه ده. په دوى کې يوازې دوه ميليونه اوس روزگار نه لري.

خو رسمي ارقام او رښتيني هغه سره خورا ډير توپير لري. دولت هغه کس هم په کار برخت بولي چې په لارو کوڅو کې خير غواړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي په تيرو څلورو کلونو کې يې يو شمير کسانو ته کار موندلى دى.

د دغه وزارت د کار د څانگې مرستيال غوټ بشيري وايي په دغو کسانو کې ځينې هغه دي چې له کډوالۍ راستانه شوي دي.

(( په تيرو څلورو کلونو کې مو ٩٥ زره کسان يو شمير وزارتونو،ادارې او خصوصي سيکتورونو ته ور پيژندلي دي. چې د هغوى په ډلې کې ١٢ زره راستانه شوي کډوال هم شامل دي. له دې پرته يو شمير نور کسانو مو هم په دندو گمارلي چې د هيواد دننه يې خپلې دندې له لاسه ورکړې وې.))

په افغانستان کې د طالبانو له نسکوريدو راهيسته څو ميليونه افغان کډوال بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. ملگري ملتونه اټکل کوي په روان ميلادي کال کې ښايې شاوخوا ٦٠٠ زره افغانان خپل ټاټوبي ته را ستانه شي.

د کډوالو په غوښتنه کې لومړيتوب د کار نه موندنه ده. خو د مهارتونو په نشتوالي کې کار ډير لږ پيدا کيدى شي. همدا دليل دى چې ډير کډوال يو وار بيا ليږدي.

 دولت هغه کس هم په کار برخت بولي چې په لارو کوڅو کې خير غواړي.

د کابل د پاسپورټ څانگه وايي هر ورځ په سلگونو کسانو ته پاسپورټونه ورکوي چې لويه برخه يې د راستنو شويو کډوالو وي.

دغه کډوال هڅه کوي چې داځل په قانوني توگه گاونډيو هيوادونو ته ستانه شي او هلته کار وکړي. د کابل د پاسپورټ څانگې مشر محمد خليل امين زاده د دغه ډول کډوالو يادونه کوي:

(( د ورځې شاوخوا ٤٠٠ کسان د نويو پاسپورتونو د اخيستو او يا د مودې د تمديدلو لپاره دغه رياست ته راځي . ځنگه چې تاسو پوهيږې د افغانستان خلک هومره توان نلري چې د سياحت پاسپورت واخلي او د چکر لپاره له هيواده بهر ولاړ شي. هغه کډوال چې له ايران او پاکستان څخه افغانستان راغلي مځکې ، کور، د اوبو ډنډونه او داسې نور شيان نلري. نو که چيرې تيره ورځ يې په ناقونه توگه په هغه هيواد کې ژوند کاوه اوس د پاسپورت په اخيستو غواړي په قانوني تو گه د کار لپاره هلته ولاړ شي.))

له ايران څخه راستانه شوي يو شمير کډوال چې اوس په کابل کې د پاسپورټ د ترلاسه کولو هڅه کوي وايي که بيرته ستانه شي هلته به کار ومومي .

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزار ت وايي دا اوس هم نژدې هره ورځ د کار لپاره په سلگونو اعلانونه خپروي خو دکار وړ کس نه مومي.

ډير افغانان د چارواکو دغه خبره نه تاييدوي. دوى وايي په کارگمارنې خپل خپلوۍ او ډير کله رشوت کار موندلوو ته لاره پرانيزي.

د اقتصاد د برخې ځينې کارپوهان وايي کارموندنه بايد يوازې د دولت له خوا نه وي بلکي د خصوصي سيکتور هڅول ښايي په دې برخه کې لا ډير گټور تمام شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت