|
ايران وايي ٥٠ زره افغان کډوال يې ايستلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وايي تر ٣٠٠٠٠ زيات افغانان په وروستيو لسو ورځو کې له ايرانه ايستل شوي، چې په پايله کې يې د هغۀ هيواد شمال ختيځ ښارگوټى، زابل، له افغانانو بېخې تش شوى دى. ايران چې وايي ٥٠٠٠٠ افغان کډوال يې ايستلي، دا د هر هيواد حق گڼي چې ناقاقونه کارکوونکي وباسي. د شمېرو په اړه رپوټونه سره توپير کوي. د ايران د کورنيو چارو وزير مصطفى پور محمدي دولتي خبري اژانس ته ويلي چې په وروستيو لسو ورځو کې ٥٠٠٠٠ افغانان له ايرانه ايستل شوي دي . خو ملگري ملتونه وايې چې په سرحد کې د څارنې مرکزونو د راپورونو له مخې دغه شمېره ٣٠٠٠٠ ده. ښاغلي محمدي وويل د فبروري په مياشت کې يې ناقانونه افغان کارگرانو ته گواښنه کړې وه چې له ايرانه ايستل کيږي، خو وايي له بده مرغه هغوى چمتو نه شول چې ايران پرېږدي. دۀ دا خبر رد کړه چې گواکې د ايستلو پر مهال د کورنيو غړي سره بېل شوي او ويې ويل چې ٤٠٠٠ افغانانو ته يې چې ستونزې يې لرلې د پاتې کيدو اجازه ورکړې . د ملگرو ملتونو د کډالو اداره وايي چې ٢٠٠٠٠ کډوال يوازې له زابل سرحدي ښار څخه ايستل شوي. دوى وايي پو لومړيو کې د پولې د افغانستان غاړې ته د دومره ډېرو کډوالو لپاره پوره خواړۀ او درمل نه وو چې د دوى اړتياوې پوره کړي، خو وايي اوس دغه ستونزه اواره شوې ده. اټکل کيږي چې په ايران کې شاوخوا يو نيم ميليون ناقانونه افغانان کارکوونکي اوسي چې په ټيټو معاشونو تر ټولو سخت خطرناک او چټل کارونه کوي. دارنگه اټکل دادى چې په ايران کې شاوخوا يو ميليون راجستر شوي افغان کډوال هم ژوند کوي. تهران وايي چې له دغو کډوالو څخه به ٣٠٠٠٠٠ د دې جوگه وي چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته د ايران د وېزې غوښتنه وکړي او بېرته هلته د کار لپاره ولاړ شي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||