BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:41 گرينويچ 2007 ,05 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران وايي د افغان کډوالو ايستلو ته به دوام ورکړي

په کابل کې د ايران سفير محمد رضا بهرامي
په کابل کې د ايران سفير وايي چې حکومت يې، د ده په وينا، د ناقانونه افغان کډوالو د ايستوله پريکړې شا ته کېدو ته چمتو نه دى
ايراني چارواکي وايي دوى به له خپل هيواده د افغان کډوالو د ايستلو له پلان سره پرمخ ځي، خو د کابل پر هغه وړانديز يې د غور ژمنه کړې چې پکې دکډوالو د ايستو په ورځنۍ شمېره کې د کمي د راوستوغوښتنه شوې.

کابل دغه وړانديز له هغه وروسته کړى چې ايران ته په ورڅېرمه ولايتونو، په ځانگړي توگه په نيمروز کې، د دغو کډوالو د لاسنيوي لپاره د امکاناتو د نشتوالي په پايله کې لويې ستونزې رامنځ ته شوې.

له دې سره-سره په کابل کې د ايران سفير بي بي سي ته ويلي چې حکومت يې د ده په وينا د غير قانوني افغان کډوالو د ايستوله پريکړې شا ته کېدو ته چمتو نه دى. ايراني چارواکي د دا ډول افغان کډوالو شمېره نژدې يو ميليون تنه ښيي.

د غوايي له لومړۍ نيټې بيا تر اوسه له ايران نه د افغان کډوالو د ايستو په دغه نوي بهير کې شاوخوا ٥٠٠٠٠ تنه ايستل شوي دي . دا په خپل ډول کې له دغه هيواد نه دافغان کډوالو د ايستو تر ټولو سخت او ستغ پړاو بلل کيږي .

د شړل کيدونکو کډوالو ورځنۍ اوچتې شمېرې په رزنج او هرات کې ځايي افغان چارواکي او په ټوله کې افغان حکومت له سختو انديښنو سره مخامخ کړى دى . د دغه بهير د پيل له هماغه لومړي سره له ايراني چارواکو د افغان حکومت غوښتنه دا وه چې ستونزې ته د حل د مناسبې لارې د موندلو تر وخته د افغان کدوالو دا ډول شړل ودروي .

له دې اړخه د زيږېدلو گڼو اندېښنو او پرلپسې غوښتنو وروسته اوس ايراني چارواکو ظاهرا داسې اشارې ورکړي چې د ايستل کيدونکو افغانانو د ورځنۍ شميرې د کمولو په اړه به د افغان حکومت پر وړانديز غور وکړي . خو په کابل کې د ايران سفير محمد رضا بهرامي بي بي سي ته وويل د دې معنى کله هم دا نه ده چې ايران گواکې له خپلې پريکړې د شا ته کيدو تکل لري.

ترشا پاتې
 موږ به له افغان حکومت سره په گډه د هغو کورنيو د ايستو تابيا هم وکړو چې نارينه يې له وړاندې ايستل شوي او ښځې او ماشومان يې تر شا پاتې دي
په کابل کې د ايران سفير، محمد رضا بهرامي

هغه وويل: ''موږ نه شو کولى داوسني حالت په وړاندې بې تفاوته پاتې شو. دا ډول بې تفاوتي به اخر تر کله دوام مومي. زما په فکر پخپله افغان چارواکي هم دغې ستونزې ته متوجه دي . موږ له دې زيات دغه حالت نه شو زغملى او باور مو دا دى چې دغې ستونزې ته بايد د پاى ټکى کېښودل شي.''

پر ايران له دې اړخه يوه لويه نيوکه دا ده چې گواکې د دغه هيواد پوليس له ايستل کېدونکو افغانانو سره د وهلو ټکولو په گډون ډير بد سلوک کوي. ان تر دې چې د ډيرو ايستل شويو افغانانو کورنۍ لا اوس هم په ايران کې پاتې دي . خو ښاغلى بهرامي وايي ټولو هغو افغان کډوالو ته چې دده په وينا قانوني اسناد نه لري، له وړاندې خبر دارى ورکړل شوى وو، خو هغوى گواکې خبره بابيزه گڼله او له ايران نه وتو ته يې له خبرتيا سره سم چمتو والى نه وو نيولى .

هغه وايي: ''زموږ تمه دا وه چې د دې طرحې په اړه د څو مياشتو په موده کې د ورکړل شوې خبرتيا له مخې به دا ډول افغانان وتو ته ځانونه چمتو کړي . خو په خواشينۍ سره داسې ونه شول . اوس چې بهير پيل شوى نو دا به پر مخ ځي . خو موږ به له افغان حکومت سره په گډه د هغو کورنيو د ايستو تابيا هم وکړو چې نارينه يې له وړاندې ايستل شوي او ښځې او ماشومان يې تر شا پاتې دي.''

دا مهال په پلازمينه کابل او نورو لويو ښارونو کې د ايران سياسي نمايندگيو افغانانو ته د ويزې پر ورکړه کې هم په بې ساري ډول کمى راوستى. ايراني چارواکي د دې دليل دا بولي چې له دې لارې ايران ته تلونکي افغانان بېرته خپل هيواد ته نه راستنيږي او په غير قانوني توگه هلته خپلې استوگنې ته دوام ورکوي . دا له هغې تگلارې سره چې ايران له دې اړخه په تيرو څلورو کلونو کې خپله کړې وه ، ژور توپير لري .

د کابل خپرونېد کابل ورځپاڼې:
د کډوالو ستنولو ته بايد پخوا چمتووالى شوى واى
ورسره تړلي نور خبرونه
دافغانستان او ايران اړيکي
03 جنوري, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت