|
د کابل ورځپاڼو ته کتنه: د غويي ١٢مه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل د نن ورځې ډېرو ورځپاڼو د کارگرانو د ورځې په مناسبت، چې پرون وه، او په افغانستان کې دوى ته د ورپېښو ستونزو په اړه ليکنې کړې. له ايران څخه د افغان کډوالو د ايستلو خبره هم په چاپي خپرونو کې د سر په ليکنو کې راځي. افغانستان ورځپاڼې ليکلي چې هره ورځ د ښار په څلورلارو کې بېشمېره بې روزگاره خلک د کار په لټه انتظار کوي، خو حکومت د دوى حالت ته پوره پام نه کوي. ورځپاڼه په دې اړه د حکومت پر تگلاره نيوکه کوي او وايي چې سږ کال چارواکو د کارگر د ورځې هېڅ نمانځنه ونه کړه او گواکې له سره يې د کارگرانو ستونزې له پامه غورځولې. د همدغو ستونزو د يادولو په ترڅ کې، افغانستان ليکي چې له يوې خوا د اړينو توکو بيه په تېرو پنځو کلونو کې خورا لوړه شوه او له بل پلوه د کارگرانو لپاره، چې د ټولنې لويه خو غريبه برخه جوړوي د کار سيمه لاپسې تنگه شوه. ليکوال بېکاري له بې امنيتې سره مخامخ تړلې بولي او حکومت ته وړانديز کوي چې که غواړي ناامني له منځه ولاړه شي بايد د بې روزگاره خلکو د کار غمه وخوري. ملي ارمان ورځپاڼې بيا د حساب ورکولو په اونۍ کې د اقتصاد د وزير خبرې راخيستې چې ويلي يې و افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د سوداگرۍ په ډگر کې ښکاره پرمختگ کړى، خو د کورنيو توليداتو د پراختيا په برخه کې کوم د پام وړ کار نه دى شوى. ورځپاڼه ليکي چې د هيواد اوسنۍ اقتصادي ستونزې يوازې د کورنيو توليداتو په ډگر کې په لويو پانگونو سره حل کېداى شي. خو، په دې برخه کې پانگونه هم، د ورځپاڼې په ليکنه، امنيت او د برېښنا په څېرد بنسټيزو اسانتياوو برابرولو ته اړتيا لري. د ليکوال په اند، افغان حکومت نه يوازې دا اسانتياوې برابرې نه کړې، بلکې په دولتي ادارو کې درغليو د پراخېدو لامله يې نور خنډونه ورته جوړ کړل. چراغ، ويسا او اميد فردا ورځپاڼو خپلې سرليکنې له ايران څخه د افغان کډوالو ايستلو ته بېلې کړې. ايران په دې وروستيو کې لږ تر لږه ٣٠٠٠٠ افغان کډوال له هغه هيواده ايستلو ته اړ کړي او ويل کېږي چې د نورو د ايستلو تابيا هم لري. اميد فردا په تېرو کلونو کې افغان کډوالو ته د ايران د کوربتوب لامله مننه کوي، خو ايرانى حکومت په اوسني کړکېچن مهال کې د کډوالو د ايستلو په اړه بيا کتنې ته رابولي. راه نجات ورځپاڼې بيا په بهر کې د کډوالو پر ستونزو تر يوځايه افغان حکومت پړ بللى چې په تېرو څو کلونو کې يې له شته وخت او اسانتياوو نه گټه وانخيسته او هغوى ته يې د راستنېدو زمينه برابره نه کړه. ورځپاڼه ليکي چې کډوال چې هرچېرته وي بې له دې چې بېرته راشي بله لار نه لري، نو بايد افغان حکومت هم له ټولو اسانتياوو څخه د هغوى په بياراستنولو کې کار واخلي. | ورسره تړلي نور خبرونه ايران وايي ٥٠ زره افغان کډوال يې ايستلي02 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||