BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:05 گرينويچ 2007 ,19 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغان کډوالو په ايستلو پر ايران نيوکه شوې ده

افغان کډوال
د بشري حقونود څار ټولنه وايي ايران هغه کډوال چې په زور ايستل وهلي او تړلي دي
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي ايران بايد سم لاسي له خپل هيواده د افغان کډوالو ډله ييزه ايستنه ودروي او پر کډوالو د زور زياتي د ادعاو پلټنه وکړي .

دوى وايي د ايستل شويو سل زره افغان کډوالو له ډلې څخه ډيرو ته وار د مخه خبر نه دى ورکړل شوى او د دوى د را ټولولو پر وخت گڼ شمير ماشومان له خپلو کورنيو جلا شوي دي .

د بشري حقونو ټولنه شکايت لري چې افغان حکومت او ملگرو ملتونو بايد د ايران د هغو څرگندونو په باب غور کړى واى چې ويل يې افغانان کور ته ستنوي ، دوى زياتوي دغه ټولې غاړې بايد وشرميږي چې گڼ شمير افغانان په دښتو کې بې له خوړو ، اوبو يا پناه ځايه پاتې شول .

د بشري حقونو د څار ټولنه پر ملگرو ملتونو غږ کوي چې تر هغو د ايران د کډوالو د ستنولو له پروگرام سره خپله همکاري ودروي چې قانوني يا نا قانونه افغان کډوالو ته د سياسي پناه اخيستلو موقعې ورنه کړي .

دوى دا هم وايي چې ملگري ملتونه بايد د هغو درو کمپونو شرايط هم وڅاري چې د ايستلو لپاره پکې کډوال ساتل شوي دي .

دوى دغه کمپونه اصلآ زندانونه بللي چې پکې افغانان په زنځيرونو تړل شوي ، تل وهل کيږي ، د خپلو خوړو ، اوبو او د ستنيدو لپاره د ترانسپورت د پيسو ورکړې ته اړ ايستل شوي دي .

دم گړۍ ملگري ملتونه د راجستر شويو کډوالو د بيرته ستنيدو په برخه کې مرسته کوي خو دوى په ايران کې هغو کمپونو ته لار نه لري چې د ايستلو لپاره پکې کډوال ساتل شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت