|
له ايرانه د ايستل کېدونکو کډوالو ربړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اسلام کلا پر پوله سهار وختي چې لومړى د خلکو پام ځان ته اړوي له ايرانه د را ايستل کېدونکو افغان کډوالو اوږدې ليکې دي. له تېرې مياشتې راهيسې همدا حال دى. د ملگرو ملتونو د کډوالو ادراې له شمېرو سره سم، په تېرو نژدې دريو اونيو کې نوي زره کډوال له ايرانه ايستل شوي. په هر ساعت کې يو بس د پولې ايران لورې ته رارسېږي او کډوال د هغوى له لږو کاليو سره کوزوي. افغان لورې ته له را اوښتو سره دوى له يوۀ افغان پوليس سره گوري او بيا د خلکو له هغې اوږدې ليکې سره يوځاى کېږي چې د يوې خيريه ادارې لخوا د چمتو شويو د مرستې توکيو ترلاسه کولو ته انتظار کوي. دوى ته اوبۀ، بيسکيټونه او يو څه جامې ورکول کېږي. دوى له دې ځايه خپلو خپلوانو ته د وړيا ټيليفون کولو اسانتيا هم لري. بيا دوى له اسلام کلا څخه تر هرات ښار پورې چې 120 کيلومتره لار ده په وړيا توگه په موټر کې وړل کېږي چې بېرته په خپل هېواد کې ژوند کول پيل کړي. د هغو کسانو له منځه چې موږ ته د خپلې کيسې کولو لپاره غونډ شوي زه يو سړى گورم چې اوښکې يې پر مخ راماتې دي.
د ى وايي:''سره له دې چې ما چارواکو ته وويل، خو زما مېرمن او ماشومان هماغلته پاتې دي. ماته لا ان دا وخت رانه کړ شو چې د کار له خاوند څخه مې خپله تنخا واخلم. اوس چې دوى زه را اړولى يم، زما د ماشومانو غم به څوک خوري؟ که چا د باندې سړک ته وشړل، څوک به پنا ورکوي؟ دا وحشت دى.'' د بيا پېژندلو لپاره د دۀ پر لاس د ريفرينس شمېره ه هم ليکل شوې. د خلکو په ليکه کې يو دوولس کلن هلک هم شته چې وايي له خپلې کورنۍ پرته يوازې شړل شوى. دلته د غوسې کچه لوړه ده. يوۀ بوډا سړي چې لاسونه يې مروړل وويل دى له ٢٨ کلونو راهيسې په ايران کې اوسېده او اوس تر کابله د موټر کرايه هم نه لري، د کار په اړه خو هېڅ باور نه لري. دى وايي: ''موږ هم مسلمانان يو او دوى هم. نو دوى ولې له موږ سره داسې وکړل؟ موږ هېڅوک نه لرو چې چاره مو وکړي.'' ايران پر افغانستان باندې د پخواني شوروي يرغل په موده کې او وروسته د کورنۍ جگړې په کلونو کې څو ميليونه افغان کډوال ومنل. دغۀ هېواد د افغان کډوالو د ستنولو بهير له ډېره وخته راهيسې پيل کړى، خو هېڅکله د اوس په څېر دومره چټک نه و. جوزيپ زپاتير د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې يو چارواکى دى چې موسسه يې له ډېرى کډوالو، لکه زاړۀ او ځوانکيانو، سره لږ څه کولى شي. د مجردو خلکو له ډلې ډېرى خلک په ناقانونه توگه په ايران کې اوسي، خو نژدې ٢٢٠٠٠ يې د را ايستل شويو کسانو څخه کورنۍ دي.
ښاغلى زپاتير وايي: د بشر حقونو اندېښنې هم شته چې له هغو کسانو سره اړه لري چې موږ پر پوله ليدلي، لکه جلا شوې کورنۍ او له کډوالو سره ناسم چلند. دا مساله بايد په ارامه توگه غوڅه شي.'' يوۀ افغان پلاوي د دې مياشتې په لومړيو کې له ايرانه کتنه وکړه او له ستنېدو وروسته يې وپل چې ايراني حکومت په زوره د کډوالو د ايستنې د درولو ژمنه کړې. خو په داسې حال کې چې دوى خپل راپور وړاندې کاوۀ ډله-ډله د نورو کډوالو ايستنې دوام درلود. د ايران د بهرنيانو او کډوالو د چارو د دفتر مشر احمد حسيني د خپل حکومت د کار ننگه وکړه. نن چې کله موږ حساب کوو، هرکال پر کډوالو اووه ميليارده ډالر لگول کېږي چې د هرافغان پر سر د ورځې شپږ ډالره کېږي.'' داسې ښکاري چې هرات ته د لسگونو زرو کډوالو رسېدل پر دغه ښار او ټوله سيمه څرگند اغېز کړى. هر گهيځ دوى د کار موندلو په تمه اوږدې ليکې جوړوي، خو کار خورا لږ دى. د کار په لټه له منتظرو کسانو څخه يوۀ وويل: ''ما پاسپورټ هم درلود، خو دوى هغه څيرې کړ. دا څۀ ډول قانون دى؟''' | ورسره تړلي نور خبرونه 'په کډوالو کې دوژونکو ناروغيود خپرېدا وېره شته'19 مۍ, 2007 | خبرونه افغان پلاوى پر کډوالو د خبرو لپاره ايران ته ځي15 مۍ, 2007 | خبرونه ولسي جرگې د کډوالو له وزيره باور بېرته واخيست10 مۍ, 2007 | خبرونه له ايستل شويو کډوالو سره پر مرسته خبرې کېږي07 مۍ, 2007 | خبرونه ايران وايي ٥٠ زره افغان کډوال يې ايستلي02 مۍ, 2007 | خبرونه ايران په سلگونو افغان کډوال ايستلي24 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||