|
'په کډوالو کې دوژونکو ناروغيود خپرېدا وېره شته' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت وايي په ډله ييز ډول له ايران څخه د افغان کډوالو د ايستلو د بهير په دوام سره به د هغۀ څۀ له کبله چې دوى يې د حکومت کمزوري امکانات بولي، يو بشري ناورين رامنځته شي . د روغتيا وزير ډاکټر سيد محمد امين فاطمي وويل دا ويره شته چې ښايي په زوره له ايران څخه د ايستل کيدونکو افغان کډوالو ترمنځ دکولرا، نس ناستې او شرې په شان ساري ناروغۍ خپرې شي. د بيلابيلو سرچينو له خوا د ورکړل شويو معلوماتو له مخې تراوسه پورې تر ٨٥٠٠٠ زيات افغان کډوال له ايران څخه شړل شوي دي . د افغانستان د روغتيا وزارت په ډله ييز ډول له ايران څخه د افغان کډوالو د ايستلو د بهير ددوام په تړاو له دې کبله اندېښنه ښيي چې وايي حکومت او مرستندويه ټولنې اوسمهال ددې جوگه نه دي چې له دوى سره اړينه مرسته وکړي. د روغتيا وزير ډاکټر سيد محمد امين فاطمي وايي که له ايران څخه د افغان کډوالو د ايستلو بهير سوکه نه شي، ښايي د راستنېدونکو کډوالو تر منځ د ساري ناروغيو په خپريدو سره ، يو بشري ناورين رامنځته شي . د روغيتا وزير دا وېره هم وښودله چې ښايي په زوره له ايران څخه ايستل کيدونکي يو شمير افغان کډوال د HIV په ويروس اخته وي چې وايي کيداى شي چي د کمزورو روغتيايي شونتياو و له کبله دغه ناورغي له دوى څخه نورو ته هم خپره شي. اوسمهال په افغانستان کې پر HIV د اخته شويو کسانو ٧٠ پيښې ثبت شوي دي چې د روغيتا وزارت په وينا ډيرى يې هغه کسان دي چې له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي . ښاغلى فاطمي د ايران پر حکومت غږ وکړ چې ددۀ په وينا په هيواد کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره په ډله ييز ډول له ايران څخه د افغان کډوالو د ايستلو بهير ودروي . له نژدي يوې مياشتې راهيسې ويل کيږي چې شاوخوا ٨٥٠٠٠ افغان کډوال له ايران څخه ايستل شوي دي .ايران دا ناقانونه کډوال بولي چې وايي دا يې حق دى چې له هيواده يې وباسي. دغې مسالې د ځينو په وينا د افغانستان او ايران ترمنځ اړيکې زيانمنې کړى او په افغانستان کې يې هم کړکيچ رامنځته کړ . ولسي جرگې له ايران څخه د افغان کډوالو د ايستلو پر سر له هغه څه کبله چې د حکومت کمزورى غبرگون يې بولي د کډوالو له وزير څخه د باور رايه بيرته واخيسته او د بهرنيو چارو د وزير په تړاو د ورته گام له کبله د ولسي جرگې او حکومت ترمنځ لانجه رامنځته شوه چې لا هم دوام لري. | ورسره تړلي نور خبرونه افغان پلاوى پر کډوالو د خبرو لپاره ايران ته ځي15 مۍ, 2007 | خبرونه ولسي جرگې د کډوالو له وزيره باور بېرته واخيست10 مۍ, 2007 | خبرونه له ايستل شويو کډوالو سره پر مرسته خبرې کېږي07 مۍ, 2007 | خبرونه ايران وايي ٥٠ زره افغان کډوال يې ايستلي02 مۍ, 2007 | خبرونه ايران په سلگونو افغان کډوال ايستلي24 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||