|
افغان پلاوى پر کډوالو د خبرو لپاره ايران ته ځي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت وايي د کډوالو د ستونزې پر سر له ايراني چارواکو سره د خبرو لپاره ډېر ژر دغه هيواد ته د يوۀ پلاوي د استولو تکل لري. د ولسمشرۍ د دفتر وياند کريم رحيمي په کابل کې خبريالانو ته ويلي، له ايراني چارواکو سره به د پلاوي خبرې د افغان کډوالو د ډله ييزې ايستنې په اوسني بهير کې د بدلون په راوستو راټولې وي. دا د افغان حکومت له لورې له ايران نه د شړل کېدونکو کډوالو ستونزې ته د حل د مناسبې لارې د موندو په تړاو تر ټولو وروستۍهڅه ده . تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي له همدې اړخه مخامخ خپل ايراني سيال محمود احمدي نژاد ته هم په يو ليک کې د خپل حکومت ستونزې او انديښنې څرگندې کړې وې . پتېيل شوي چې د افغان حکومت له لورې ايران ته په استول کيدونکي دغه پلاوې کې به د ملي شورا د دواړو جرگو ،او دا ډول د باندينيو چارو او د کډوالو د چارو د وزارتونو استازي شامل وي . دا هم ويل شوي چې پلاوى به په دغه هيواد کې د مېشتو افغان کډوالو اړوند ټول مسايل له نژدې وڅاري . خو ځانگړى پام به يې د هغو کډوالو د ستونزې په لور وي چې ايران يې ناقانونه بولي او له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې يې د هغوى د شړلو بهير پيل کړى . د ځينو شميرو له مخې تر دا مهاله له ٨٠٠٠٠ ورپورته دغه ډول کډوال له ايرانه ايستل شوي دي . افغان حکومت وايي په دومره لنډه موده کې په دومره لويه شميره د شړل شويو کډوالو لاس نيوى او تابيا د دوى له وسې پورته خبره ده.
د ولسمشر ۍ د دفتر وياند کريم رحيمي په کابل کې خبريالانوته وويل تمه دا ده چې ايراني چارواکي د افغان کډوالو د ايستو پر مهال د افغان حکومت وسې او امکاناتو ته پام وکړي او د کډوالو له ډله ييزې ايستنې لاس واخلي . دا په اصل کې له ايران نه د افغان کډوالو د ايستو د روان بهير د چورلټ درولو نه بلکه د شړل کيدونکو کډوالو په ورځنۍ شميره کې د يوه څرگند کمي د راوستو اشاره وه . ها خواايراني چارواکوهم له وړاندې داسې پرېکنده اشارې ورکړي چې د هغوى په اصطلاح د ناقانونه افغان کډوالو له ايستو به لاس وا نخلي . خو دا يې منلې چې د افغان حکومت انديښنو ته په کتو سره به د شړل کيدونکو کډوالو په ورځينۍ شميره کې د کمي په راوستو له سره غور وکړي . له لويه سره له ايران نه د شړل کيدونکو افغان کډوالو دغه ستونزه اوس د افغان حکومت لپاره په يوه لويه لانجه اوښتې . داسې لانجه چې تيره اونۍ يې د هيواد ولسي جرگه د بهرنيو چارو او د کډوالو د چارو د وزيرانو د استيضاح او بې صلاحيته بللو د لانجمنې کشالې پر لور بوتله . دا هغه څه وو چې د ډيرو په باور يې ستونزې ته د بشري اړخ تر څنگه سياسي رنگ ورکړ. ښايي د ستونزې همدغه دروند والى وي چې ولسمشر کرزى يې اول مخامخ خپل ايراني سيال محمود احمدي نژاد ته د ليک په استولو اړايست او اوس يې له ايراني چارواکو سره د افغان کدوالو پر ستونزه گډ تفاهم ته د رسيدو لپاره د غه هيواد ته د يوه لوى پلاوي د استولو پريکړه کړي. دا لا نه ده معلومه چې دغه پلاوى به کله خوځيږي ، په ايران کې به د دغه هيواد د کومې کچې له چارواکو سره ويني او برى به يې څومره وي . خو ظاهرا داسې بريښي چې کابل داوس لپاره خپلې ټولې هيلې د همدغه استول کيدونکي پلاوي د ماموريت په بري پورې تړلي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه ولسي جرگې د کډوالو له وزيره باور بېرته واخيست10 مۍ, 2007 | خبرونه ايران وايي ٥٠ زره افغان کډوال يې ايستلي02 مۍ, 2007 | خبرونه ايران په سلگونو افغان کډوال ايستلي24 اپريل, 2007 | خبرونه له ايستل شويو کډوالو سره پر مرسته خبرې کېږي07 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||