|
م م : پاکستان دې د جلوزو کمپ سملاسي نه تړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملگرو ملتونو له پاکستانه غوښتنه وکړه چې د راتلونکي کال تر دوبي پورې دې د جلوزو کمپ ونه تړي . ټاکل شوې وه راتلونکې اوونۍ په رسمي ډول پيښور ته نژدې دافغان کډوالو دغه پنډ غالى وتړل شي . د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وايي امنيت او د ژمي راتلل هغه ستونزې دي چې د دغه کمپ بېرته را ستنېدونکي افغانان به له پراخو ستونزو سره لاس او گريوان شي . ملگري ملتونه دا مهال له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې د پيښور دجلوزو پنډغالى د کډوالو لپاره نور وخت تر لاسه کړي . د افغانستان ، پاکستان او د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې د ٣ اړخېز تړون له مخې به ٥ ورځې وروسته دغه کمپ په رسمي ډول وتړل شي . ملگري ملتونه وايي پا کستان تر دې گړۍ د نه او هو ځواب نه دى ورکړى . دغې ادارې له پاکستاني حکومته غوښتنه وکړه چې د را تلونکي دوبي پورې دې د دغه کمپ څه باندې ١٠٠ زره اوسېدونکو ته په کمپ کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي . د جلوزو اوسېدونکي کډوال د پاکستان په نورو سيمو کې داوسېدو اجازه لري ، خو دملگروملتونو دکډوالو اداره يو ان ايچ سي ار انديښنه لري چې د جلوزو د پنډغالي په تړل کېدو سره به اوسېدونکي افغانا ن مجبوره وي يو مخ افغانستان ته راشي چې د دوى په باور کېدى شي د امنيت او ژمي د را رسېدو له کبله دغه بېرته را ستنېدونکي له گڼو ستونزو سره لاس او گريوان او په وينا يې بشري نا ورين رامنځ ته شي . پاکستان د امنيتي لا ملونو له کبله پرېکړه کړې پر جلوزو سر بېره په بلوچستان کې د گردي ځنگل او ځنگل پير علي زي کمپونه هم وتړي . تر دې وړاندې د پيښور د کچه گړۍ کمپ هم د امنيتي اندېښنو له کبله وتړل شو چې د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې د وينا له مخې د ٤٠ زره او سېدونکو غټه برخه يې افغانستان ته را ستانه شول چې دا وخت يې يو شمير د سر پناه له ستونزې سره لاس او گريوان دي . د روان کال له پيل راهيسته څه باندې ٣ سوه زره افغانان افغانستان ته را ستانه شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||