BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:20 گرينويچ 2007 ,06 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
گونتانامودبنديانوبرخليک محکمه ټاکي

گونتانامو
د زندانيانو دليل دا دى چې د امريکا قانون د خپلواکۍ ساتنه غواړي او له مخې يې د بنديانو ناقانونه زنداني کول ډير د پام وړ دي.
دامريکا په سترې محکمې کې دسې شنبې په ورځ دوه داسې دوسيې اوريدل کيږي چې له مخې د گونتانامو دزندانيانو راتلونکى جوتيږي.

په دې دوسيو کې د امريکا د پارلمان هغه پريکړه چلنج شوې چې له مخې يې دگونتانامو زندانيانو ته دا حق نه دى ورکول شوى چې ملکي محکمو ته ورشي.

که ستره محکمه دزندانيانو په گټه پريکړه وکړي نو ددوى د قيد ناڅرگنده موده به ناقانونه وگڼل شي.

دخپل بند په وړاندې دوه زندانيانو سترې محکمې ته مراجعه وکړه ،د هغو نومونه لخدر بومدين او فوزى الاوده دي.

لخدر د الجزاير اوسيدونکى چې د کورنۍ جگړې پر وخت بوسنيا ته تلى واو وروسته يې بياهلته د هماغه هيواد د گوڅړي په توگه ژوند کاو.

خو فوزي دکويت اوسيدونکى دى ، نوموړى ادعا کوي چې د قران کريم د زده کړې لپاره افغانستان ته تلى وو.

لخدر په بوسنيا کې د امريکا پر سفارت د بريد د ترسره کولو په تور نيول شوى دى خو وروسته بيا خوشې شو.

د نوموړي وکيلان وايي چې وروسته بيا د امريکا د ستخباراتي ادارو د کارکونکو له خوا دى په پټ ډول ونيول شو او گونتانامو ته واستول شو.

فوزي د لومړني ښونځي ښونکى دى چې په افغانستان کې نيول شوى وو .

په دې مقدمې کې چې کومې بيلگې وړاندې کيږي په هغې کې به دبرتانيا د شاهي کورنۍ پورې اړوند د ايډورډ هايډ د زندان يادونه هم کيږي چې د ١٧ پيړۍ گونتانامو بلل کيده .

دهايډ موخه هم دا وه چې د برتانيا دواکمن دوم چارلس دښمنان زندان ته وليږي او له حقوقو څخه يې بې برخې کړي.

که کوم شخص يا ادارې څوک په بند کې ساتلي وي نو عدالت ته يې په وړاندې کولو سره جواز له قانوني ادارو څخه ترلاسه کړي .

دهايډ په باره کې خبر بل ډول وه ، که داسې څوک پيدا شوي وى هغه به نه يوازې له ناکامۍ سره مخامخ کيده بلکې د هيواد پريښودو ته به اړويستل کيده.

د امريکا د حکومت هڅه هم همدا وه چې په يوې ليرې پرتې سيمې کې زندان جوړ کړي او عدالتونه د زندانيانو له لاس رسي څخه ليرې وساتي .

خو په ٢٠٠٤ کال کې سترې محکمې يوه پريکړه واورو، هغه دا چې زندانيان که د هر هيواد وي او يا زندان هر څومره ليرې پروت وي خو زنداني يې له حقونو څخه نشې بې برخې کيدى .

له دې حالت څخه د خونديتوب لپاره د امريکا پارلمان په ٢٠٠٦ کال کې دmilitary commission act په نامه يو قانون منظور کړ چې اوس د سترې محکمې له خوا دننگونې سره مخامخ شوى دى.

د زندانيانو دليل دا دى چې د امريکا قانون د خپلواکۍ ساتنه غواړي او له مخې يې د بنديانو ناقانونه زنداني کول ډير د پام وړ دي.

خوپه ځواب کې د امريکا د حکومت دليل دادى چې گونتانامو د امريکا خاوره نه ده او هلته د متحدو ايالاتو قوانين نشي پلي کيدى .

په دې محاکمه کې به دلايل د يوساعت په ناسته کې واوريدل شي او په دې وخت کې به قاضيان له وکيلانو څخه پوښتنې اښتنې هم وکړي.

او له دې څو مياشتې وروسته به عدالت خپله پريکړه واوروي او په دې کې د گونتانامو دزندان راتلونکى وټاکل شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت