BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:35 گرينويچ 2006 ,11 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
گوانټانا مو کې د ٣ بنديانو ځان وژنه
گوانټانامو
٤ کاله مخکې د گوانټامو کمپ د جوړيدو راهيسې هلته د بنديانو له خوا د ځان وژنې ٤١ ناکمه هڅې شويدي .
ولسمشر بوش په گوانټانامو کې د ٣ تنو بنديانو د مړينې له امله جدي انديښنه څرگنده کړ ې

د امريکا ددفاع وزارت مامورين وايي دغو بنديانو په خپلو کوټو کې ځانونه غر غره کړي دي ، په دې هکله پلټنې پيل شوي دي .

د بشري حقونو سازمانونو او د ډير و مخکښو سياستوالو په وار وار د گوانټانومو د کمپ د بندولو غږ کړى و .

د امريکا دفاع وزارت ، پنتاگون ، وايي دغو بنديانو د د کاليو د ټو ټو او روجايي گانو پوسيله ځانونه غر غره کړي .

دوه تنه د سعود ي عربستان څخه و او دريم يي يمنى دى

گوانټانامو کې امريکا يي قوماندان وويل دغو کسانو د مايوسى له امله ځانونه نه دي وژلي بلکه " د يو جگړه ييزه عمل په توگه " يې دا کار کړى دى

هغو وويل چې دوى دا کار په احتياط سر ه له مخکې نه پلان کړى و او يادداشتونه يې هم پرې ايښي دي

دامريکا د ځانگړو ځواکونو يو غړي جنرال گوردن ککولو چې پدې وروستيو کې يې له گوانټانامو څخه کتنه کړې وايي چې " دا کار د جهادي قانون يوه برخه ده " ، " شهادت د هغوى لپاره يو ستر برياليتوب دى " ، او " که هغوى په زندان کې پاتې شي شهادت ته نشي رسيدلاى " .

خو محمد حنيف چې ځان افغانستان کې د طالبانو يو وياند بولي د فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي چې " دوى دانه شي منلا ى چې هغوى به ځانونه وژلې وي " ، هيڅ مسلمان او مجاهد ځان وژنه نه کوي ، ځان وژنه د شريعت له مخې منع ده " .

دغه وياند ويلي چې " د ځان وژونکي بريد او ځان وژنې ترمنځ توپير شته " .

امريکايي پوځيان وايي دغو ٣ تنو چې ځان وژنه يې کړې ده مخکې د خوراک نه کولو په اعتصاب کې برخه درلوده او په زوره ورته خوراک ورکول کيده .

٤ کاله مخکې د گوانټامو کمپ د جوړيدو راهيسې هلته د بنديانو له خوا د ځان وژنې ٤١ ناکمه هڅې شويدي .

دبشري حقونو سازمانونو او د عفوې نړيوال سازمان په گوانټامو کې د ژوند دشرايطو په هکله انتقادونه کړي و

د ولسمشر بوش د نژدې ملگري د برتانيا د لومړي وزير ټوني بلير په گډون د نړى يوشمير مشرانو د گوانټانامو د کمپ د بندولو غوښتنې کړي وې

ولسمشر بوش هم ويلي و چې غواړي د اکمپ بند کړي خو پوښتنه داده چې د بنديانو سره به څه کوي .

د امريکا متحده ايالات وايي ځينې بنديان کيداى شي خپلو هيوادو ته وليږل شي خو پدې شرط چې په خوندي توگه وساتل شي او تښتيداى ونشي

يو برتانوى مسلمان معظم بيگ چې د رسمي تور نه پرته څه باندې ٣ کاله گوانټانامو کې بندي و ، اوس هيله من دى چې له دغو وروستيو مړينو وروسته به د دې کمپ د بندولو لپاره غوښتنې زور واخلي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت