BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:03 گرينويچ 2006 ,04 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د گوانتانامو پر توقيف ځاى نيوکې په ډيريدو دي
گوانتانامو
د امريکا د دفاع وزارت د يو شمير هغو کسانو نومونه او تابعيتونه ښکاره کړل چې په گوانتانامو کې بنديان دي .
مارک مالاک براون چې د ملگرو ملتونو د راتلونکي مرستيال سرمنشي په توگه نومول شوى د کيوبا په گوانتانامو کې د متحدو ايالاتو پر توقيف ځاى باندې پر نيوکو خپل غږ ورزيات کړى دى .

له بي بي سي سره په يوه مرکه کې دۀ دغه ځاى د متحدو ايالاتو پر ريکارډونو يو داغ وبالۀ . دۀ وويل د دغه زندان په باب د ملگرو ملتونو يوۀ وروستي رپوټ د دغۀ ځاى پر تابود يو بل ميخ ټکواهۀ .

د جمعې په ورځ د امريکا د دفاع وزارت د سلگونو هغو کسانو نومونه او تابعيتونه ښکاره کړل چې دوى يې په گونتانامو کې ساتي ، دا کار له دوى څخه تر هغې غوښتنې وروسته شوى دى چې د معلوماتو د ازادۍ له قانون سره سمه وه .

د بشري حقونو د څار ټولنې جنفر ډسکل وويل د نومونو دغې ښکارونې وښووله چې دغه کمپ د هغه څه لپاره نه دى چې ورته جوړ شوى دى :

(( په نيول شويو کسانو کې ايله په سلو کې ١٠ داسې دي چې د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مامورين يې د لوړې کچې کسان گڼي .

که تاسو دغه متنونه ولولئ نو د هغو کسانو کيسې لولئ چې په گوانتانامو کې ساتل شوي دي .

د دغو کسانو ډيره برخه د جگړې له ډگره ډير ليرې نيول شوي دي ، ډير يې د انعامونو لپاره نيول شوي ، ډير يې په پاکستان کې نيول شوي او داسې لږ شواهد شته چې وښيي دوى د لوړې کچې زندانيان دي چې د ترهگرو بريدونو د مخنيوي لپاره به ورسره د پام وړ معلومات وي . ))

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت