BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په گوانتانامو کې له بنديانو سره چلند د کړولو بڼه لري
 گوانتانامو
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه جگپوړي چارواکي د حکومت له خوا د کړولو تور رد کړ
بي بي سي په بېساري ډول په گوانتانامو کې له يوه بندي سره مرکه خپره کړې ده.

فوزي ال اودا چې د خپل وکيل له لارې يې پوښتنې ځوابولې، په ډاگه کړه چې څه ډول بنديان په لويو څوکيو پورې تړل شوي او په زوره يې له ستوني نه لوى ټيوبونه ورتېر شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه جگپوړي چارواکي د امريکا د حکومت له خوا د کړولو تور رد کړ.

په يوه جلا پېښه کې د امريکا هغه نوى قانون چې پر ترهگرۍ د تورنو کړول بندوي، د لومړي ځل لپاره په محکمه کې وازمايل شو.

دا قضيه په گوانتانامو خليج کې د يوه بندي محمد باوزير وکيلانو رامخته کړې وه.

هغوى استدلال کوي چې له ده سره شوى چلند د کړولو بڼه لري. ښاغلى باوزير په يوې څوکۍ پورې تړل شوى او دمړولو لپاره يې په زور يو ټيوب په ستوني کې ورتېر شوى و.

د وکيلانو دا نظر چې په زوره خواړه ورکول د کړولو مانا لري، د ملگرو ملتو د بشري حقونو کميسيون هم تاييد کړى دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت