|
امريکا پر گوانتانامو د ملگرو ملتونو دعوه رد کړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا حکومت د ملگرو ملتونو د هغۀ رپوټ موندنې بې بنسټه بللي دي چې د گوانتانامو په باب دي . د دغه رپوټ يوه نسخه د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې تر گوتو کړى دى . د ورځپاڼې خبر وايي د ملگرو ملتونو رپوټ پر متحدو ايالاتو تور لگوي چې د زندانيانو په شکنجه کولو يې نړيوال قوانين تر پښو لاندې کړي دي . د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه وايي دوى د ملگروملتونو د هغۀ رپوټ يوه نسخه يا کاپي ليدلې ده او د هغۀ له يوۀ ليکوال سره يې خبرې کړي دي . دغه سند دعوه کوي چې د گوانتانامو په زندان کې له ځينو زندانيانو سره چلند د ملگرو ملتونو د شکنجې له تعريف سره سم دى . په ځانگړې توگه د اندېښنې وړ خبره هغو زندانيانو ته د نلکو له لارې په زور د ډوډۍ ورکړه ده چې د نه خوړو په اعتصاب بوخت دي . زندانيانو شکايت کړى دى چې د دغو نلکو کارونې سخت درد لرلى ، وينه يې پرې بهولې او خوا يې ورگرځولې ده . د ملگرو ملتونو ټيم د گوانتانامو پر قانوني دريځ هم پوښتنه راپورته کوي . دوى وايي داسې هلې ځلې لږ شوي دي چې د جنگي غليمانو په توگه دغه زندانيان ثابت کړي . رپوټ د امريکا په خاوره کې د زندانيانو د محاکمه کولو په هيله د گوانتانامو د بندولو غوښتونکى دى . امريکايي حکومت يوې ورځپاڼې ته په دومره تفصيل د رپوټ پر رسيدلو نيوکه کړې ده . د بهرنيو چارو د وزارت يوۀ وياند وويل د رپوټ ليکوالانو هيڅکله دغه کمپ ليدلى نه دى او پايلې يې د گنگوسو پر بنسټ دي . دۀ وويل دا ټول سند د دعوو او گنگوسو يوه ټولگه ده . | ورسره تړلي نور خبرونه د گوانتانامو لاره ، نوى فلم10 فبروري, 2006 | خبرونه ملگرو ملتونو د گوانتانامو د زندان له کتلو نه ډډه وکړه18 نومبر, 2005 | خبرونه د بحرين ٣ اوسيدونکي له گوانتانامو خوشي شول05 نومبر, 2005 | خبرونه سور صليب: گوانتانامو کې حالت جدي دى08 اکتوبر, 2005 | خبرونه گڼ شمېر افغان زندانيان خوشي شول16 جنوري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||