|
د گوانتانامو لاره ، نوى فلم | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيې د ټلويزيون څلورم کانال وايي يوه نوې ډرامه يې چې د پېښو ډېره برخه يې په افغانستان پورې اړه مومي، چمتو کړې او ډېره ژر به خپره شي. د ((گوانتانامو لار)) په نامه دا فلم د هغو څو برتانوي مسلمانانو نکل دى چې د طالبانو د نسکورولو پرمهال په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په لاس کښيوتل او پرله پسې څو کلونه يې د گوانتانامو په زندان کې تېر کړل. دا ډرامه چې ځينې برخې يې مستندې، نورې يې د گډون کوونکو مرکې او ځينې نورې يې له سره جوړې شوې صحنې دي، په جايزو نمانځل شوي سينمايي لارښود مايکل وينټرباټوم چمتو کړى دى. د فلم صحنې په افغانستان، پاکستان او ايران کې اخيستل شوي دي. په دې کې څلور ياران ښکاري چې د ٢٠٠١ کال په سپټمبر کې د انگلستان د لوېديځ له ټېپټن نه د يوه واده لپاره پاکستان ته ځي، خويوازې درې يې په دې بريالي کېږي چې دوه نيم کاله وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي. وينټرباټوم غواړي چې د نوي لمريز کال په درشل کې د ((گوانتانمو لارې)) تر ښودلو وړاندې هغه د برلين د فلمونو د نړيوال فستيوال ٥٦ سيالۍ ته وړاندې کړي. دده څو فلمونو جايزې گټلي دي لکه، د پتنگ مچه، زه تاغواړم، سرايووه ته ستړي مشئ، ادعا، د ٢٤ ساعته مېلمستيا خلک، کوډ- ٤٦ او نهه سندرې. د مايکل وينټر باټوم يو بل فلم چې اروپا ته د دوو تنکيو افغان زلموټو د پټ راتگ بوږنوونکى نکل وو، په ٢٠٠٣ کال کې د برلين د فستيوال د زرين ايږ جايزه او په ٢٠٠٤ کال کې د نا انگريزي ژبې په فلمونو کې د بافتا د ډېر ښه فلم جايزه گټلې وه. د ((گوانتانامو لار)) فلم د لارښوونې مرستيالي د مېلېسا پارمنټر پر غاړه وه او د ريولوشن فلم له خوا چمتو شوى دى. دغه فلم د مارچ پر نهمه د برتانيې د ټلويزيون پر څلورم کانال ښودل کېږي. | ورسره تړلي نور خبرونه کندهارى قيس له ماليزيايي ليلا سره په فلم کې04 جنوري, 2006 | خبرونه ناروغيو هندي فلمي صنعت زيانمن کړى09 فبروري, 2006 | خبرونه هندي فلمونه بيا په افغانستان کې ډکيږي02 فبروري, 2006 | خبرونه هندي فلم سره مينه په زياتيدو ده18 جنوري, 2006 | خبرونه د افغا نستان سينما ته ځغلنده نظر26 دسمبر, 2005 | خبرونه د دوبۍ فلم فيستيوال پرانيستل شو11 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||