|
د دوبۍ فلم فيستيوال پرانيستل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په دوبۍ کې د فلمونو يو نړيوال فيستيوال پرانيستل شوى دى . تنظيمونکي يې په هيله دي چې دا چاره به د لويديځ او عربي نړۍ ترمنځ د يو بل د کلتورونو په باب پوهاوى وغوړوي . سرې غالۍ ويړې شوې دي ، رڼاگانې او ځل و بل شته دى ، تنظيمونکي يې په هيله دي چې دغه چاپېريال به په نړۍ کې د نورو لا منل شويو فلمي فيستيوالونو په څير انگازه وکړي . خو د دوبۍ د دويم فلمي فيستيوال جوړونکي په دې هيله هم دي چې د دوى هڅې هغه جدي برخه به هم جوته او ومنل شي . دوى غواړي چې عربي فلمونه لا پراخې نړۍ ته ښکاره کړي او عرب فلم جوړونکو ته يوه موقع ورکړي چې د خپل استعداد ښکارندويي وکړي . دغه راز به د راتلونکو پروژو لپاره د پيسو موندلو موقع هم په گوتو ورشي . د فيستيوال پرانيستونکى فلم د دوو فلسطيني کارکوونکو په باب وو چې په گاراج کې کار کوي او ورڅخه ځانوژونکي بمي بريد کوونکي جوړيږي . په نورو فلمونو کې له عراقه هم يو شته چې د صدام حسين تر نسکوريدو وروسته د هغۀ هيواد لومړنى مستند فلم دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||