BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:28 گرينويچ 2006 ,09 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناروغيو هندي فلمي صنعت زيانمن کړى
هندي فلم
هندي فلمونه په ټوله نړۍ کې خورا ډير مينه وال او ليدونکي لري .
د هندي فلمونو د ځلانده ستوري اميتاب بچن د خرابې روغتيا له كبله د سټار ټي وي يو مشهور پروګرام ( څوک غواړي ميليونر شي ) په ټبه ودريد .

د سټار ټي وي وياند وويل چې ددې پروګرام د هرې برخې له لارې دې ټلويزوني چينل يو ١٢ ميليونه كلدارې لاسته راوړنه درلوده او له بنديدو سره يې دوى ته لوى زيان اوښتى دى .

ده وويل كله چې دوى ته څرګنده شوه چې ښاغلى بچن نور نه شې كولى چې ددوى پروګرام پر مخ بو ځي نو د هغه د ځاى ناستي په لټه كې شول .په دې لړ كې يې د اميتاب له زوى ابيشيك بچن سره هم ليدلي دي خو هغه ورته وويل چې د پروګرام د چلولو لپاره وخت نه لري .

سټار ټي وي د ( څوک غواړي ميليونر شي) پروګرام په ٢٠٠٠كال ميلادي کال كې پيل كړ .

دا پروګرام د يو امريكايي ټلويزوني چينل د پروګرام په تقليد پيل شو چې ورو ورو يې ډير شهرت تر لاسه كړ .

د سټار ټي وي د يوې څيړنې له مخې يوازې په هند كې دې پروګرام دوه ميليونه نندارچيان درلودل .

د تير ميلادي كال په وروستيو مياشتو كې ښاغلى بچن د كولمو د درد له كبله څو اوونۍ په روغتون كې تيرې كړې او له جراحي عمل څخه وروسته د يوې مياشتې د ارام مشوره وركړل شوه .

نو ځكه ډيرى انځوريزې كمپنۍ د هغه د روغتيايي حالت ښه والي ته ستر ګې په لار وې .

خو اوس څرګنده شوې ده چې ښاغلى بچن د پر له پسې يوه كال ارام ته اړتيا لري .

د هندوستان د فلمونو شننونكي وايي چې د باليوډ د فلم جوړولو بيلا بيلو څانګو له ٣٠٠٠ ميليونو څخه زياتې پيسې پر هغو فلمونو لګولي دي چې ښاغلي بچن په كې مركزي رول درلود او د روغتيا د خرابېدو له كبله يې ددغو فلمونو ډكول نيمګړي پاتې شول چې وايي د كمپنيو خاوندان يې له اقتصادي زيان سره مخامخ كړي دي .

مخكې له دې چې په تيرو مياشتو كې اميتاب بچن روغتون ته لاړ شي د هند تر ګردو بوخت فلمي ستورى و د هند د ماليې وزارت يوۀ چارواكي وويل چې په باليووډ كې له اميتاب بچن څخه هيڅوك زياته ماليه نه وركوي .

د ښاغلي بچن كلنى عايد ١٩٠ ميليونه كلدارې ثبت شوى دى چې د هندوستان د هنر په ډګر كې هيڅوك دومره زياته اقتصادي لاسته راوړنه نه لري .

هغه ٦٣ ميليونه روپۍ د ماليې په توګه وركړي دي .

ډيرې هغه فلمي كمپنۍ چې اميتاب بچن ورسره تړنونه لاسليك كړي وو ، د هغه د بديل د موندلو په لټه كې دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت