|
هندي فلمونه بيا په افغانستان کې ډکيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له اوږدو جګړو څخه وروسته د افغانستان غرونه او درې يو ځل بيا د بهرنيو هنري فلمونو د ډكولو لپاره د وړ ځايونو په توګه راڅرګنديږي . دا ځل بهرنيان په دې غرونو او درو كې پر هغو كيسو فلمونه جوړوي چې افغانانو د درې لسيزو په اوږدو كې زغملې دي . د جګړو ، د تيرو ، د ناورينونو له كيسو . بهرني فلم جوړونكي پر هغو مورچلونو او اورپكو مركزونو ګرځي چې د جګړو پر وخت د افغانستان په درو او غرونو كې جګړه مارو ډلو جوړې كړې وې دوى په فلمونو كې د هغو ځپل شو افغانانو د كيسو انځور هم جوړوي چې د جګړه مارو ډلو له خوا د درې لسيزو په اوږدو كې د تيري ښكار ګرځېدلي دي . خو هغه څه چې له جګړو څخه وړاندې د نړۍ د فلم جوړونكو لپاره د پام وړ و. د افغانستان ځمكنى جوړښت او ښكلې درې وې .اوس له سره افغانستان په هره برخه كې نړيوال ځانته رامات كړي دي ، له دې بهير څخه داسې مانا اخيستل كېداى شي چې افغانستان د سياسي او اقتصادي ارزښت تر څنګ د هنر په برخه كې هم د نړيوالو پام ځانته را اړولى دى . دا بهير د افغان سينما او تياتر سره چې د كلونو كلونو راهيسې يې په هيواد كې پر غاړه پښه ايښول شوې وه مرسته كوي چې يو ځل بيا د درېدو هڅه وكړي . په دې چې زياتره بهرني فلمي لارښونكي ( ډايريكټران) پر دغه ډول كيسو د فلمونو د چمتو كولو لپاره د كورنيو فلم جوړونكو مرستې ته اړتيا لري . د كابل ايكسپريس همداسې يو هندي فلم دى . دا فلم د باليوډ د يشراج نومې څانګې ( كمپنۍ ) له خوا د افغانستان په ليرې پرتو او غرنيو سيمو كې د جوړيدو په حال كې دى .په دې فلم كې د افغاني ستورو سربيره د فلم يو لارښود ( ډايريكټر ) هم ددغه فلم له هندي سيال سره مرسته كوي . د كابل ايكسپريس د كيسې په اړه د هند په رسنيو كې راغلي دي چې ددې فلم مركزي څيرې دوه تنه هندي خبريالان دي .دوى افغانستان ته د امريكا د متحدو ايالاتو په مرسته د طالب واكمنۍ له ماتې وروسته د ټلويزوني پروګرامونو او خبرونو د چمتو كولو لپاره راځي . دغه دواړه خبريالان په يوه پنځه كسيزه ډله كې له كابل څخه د پاكستان پولې څيرمه سيمو ته ورځي چې د وسله والو طالب اورپكو په وړاندې د جګړې له بهير څخه خبرونه وركړي . هرڅه ډير له خطره ډك وي .ناڅاپه يوه پوځي چورلكه راځي ،پوځيان ترې راښكته كيږي او دواړه خبريالان تښتوي .ايمان په دې فلم كې د مجاهد رول تر سره كوي ده له دې وړاندې په دوه افغاني فلمونو (( ديين او برباد رفته )) كې رول لوبولى دى . وروستى فلم يې ( برباد رفته ) د سينما د مينه والو تر منځ ډير نوم لري. ايمان دا مهال د طلوع د خصوصي ټلويزون د سينما په څانګه كې هم كار كوي . ده د هندي فلم كابل ايكسپريس په اړه بي بي سي ته دومره وويل چې د فلم په داستان كې مثبت اړخونه ډير دي . ښاغلي ايمان يې خپل رول ډير بريالى وباله خو زياته يې كړه چې تر دې يې په (( برباد رفته )) كې خپل كار ډير خوښ دى .. د فلم مركزي رولونه چې هماغه دوه خبريالان دي . د باليوډ د وتلو ستورو جان ابراهم او ارشد وارثي په غاړه دي . د افغان او پاكستاني فلمي ستورو تر څنګ امريكايي هغه هم په دې فلم كې ونډه لري . په پاكستاني هلكانو كې د سلمان شاهد نوم ډير اخيستل كيږي. جان ابراهم وويل چې كابل ايكسپريس د افغانانو انځور وړاندې كوي چې ډير ښه خلك دي . ددې فلم په اړه ويل كيږي چې ډير له شورو زوږه ډك او د جګړې په وړاندې چمتو شوى دى . تر ډيره سياست هم په كې نغښتى دى خو لار ښود ( ډايريكټر ) يې د مستندو فلمونو په چمتو كولو كې لوى نوم لري . د كار ګيل د جګړې په اړه د كبير خان مستند فلمونه ډير ستايل كيږي . نوموړى چې د كابل ايكسپريس لارښودنه هم په غاړه لري هيله يې ښولې چې د روان زيږديز كال په اوږدو كې به دغه فلم نندارې ته وړاندې كړي .ددې فلم زياتره برخې چې په افغانستان كې بشپړيږي نژدې اتيا په سلو كې يې شوټنګ پاى ته رسيدلى دى . د فلم چمتو كونكو له افغان ولسمشر حامد كرزي څخه مننه كړې چې شوبلې ،وسلې او درې چورلكې يې د هغوى په واك كې وركړې او له مخې يې دوى وكولى شول چې د فلم عكاسي نژدې بشپړه كړي . د كابل ايكسپريس د چمتو كولو ( شوټنګ ) پر وخت د فلم د كار كونكو ساتنه د كلكې امنيتي څارنې په اډانه كې روانه وه او د كابل د پوليسو يوه ځانګړې ډله يې پر ساتنه ګمارل شوې وه . ټا كل شوې ده چې د فلم پاتې برخې په مزار شريف او هرات كې بشپړې شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||