BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2006 ,14 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان دولت : د گونتانامو زندانيان کور ته راولو

گونتانامو
په گونتانامو کې ټول ٩٦ افغانان زندانيان دي چې دوو يې تر طالبانو وړاندې د مجاهدينو په دولت کې افغان تابعيت ترلاسه کړى و .
د گوانتانامو له زندانه به افغان بنديان خوشې شي . دا خبره نن هغه پلاوي ژورناليستانو ته وکړه چې په همدې موخه يې د هغه زندان بيلابيلې برخې ليدلې وې .

راستانۀ شوي افغان پلاوي وويل په دغه زندان کې ټول ٩٦ افغانان ساتل شوي چې ځينې يې د طالبانو پخواني لوړ پوړي چارواکي دي .

په دغو کسانو کې دوه تنه داسې هم شته چې تر طالبانو وړاندې د مجاهدينو حکومت افغان تابعيت ورکړى و .

دا لومړى ځل دى چې گونتانامو ته د افغانستان يو پلاوى ورځي او هلته له افغاني زندانيانو سره ويني .

په دغه پلاوي کې د افغانستان د دفاع ، کورنيو چارو ، عدليې وزارت ، د سترې محکمې ، لويې څارنوالۍ او د دغه هيواد د امنيت شورا غړو گډون درلود .

د گوانتانامو زندان ته ورغلي پلاوي ژورناليستانو ته وويل چې هغوى د خپل سفر په ترڅ کې لومړى د افغان بنديانو هويت تثبيت کړ ، وروسته يې په هغې لوزنامې له امريکايي چارواکو سره خبرې وکړې چې څنگه او په څه ډول دغه بنديان خپل هيواد ته راستانه کړي .

د پلاوي په وينا هغوى په گوانتانامو زندان کې له ټولو افغان بنديانو سره ليدلي او د هغوى لپاره يې دا اسانتيا برابره کړې چې ژر تر ژره يې خپل هيواد ته راستانه کړي .

د دغه پلاوي مشر او د کورنيو چارو وزارت سلاکار عبدالجبار ثابت په ډاگه کړه چې د بنديانو لپاره اسانتياوي شته او شرايط هغسې خراب نه دي چې د دۀ په وينا يې خلک يادوي .

ښاغلي ثابت زياته کړه په گونتانامو کې يې د خپل لس ورځني سفر پر وخت له ټولو افغان زندانيانو سره وليدل . په دغه زندان کې ټول ٩٦ افغانان ساتل شوي چې ځينې يې د طالبانو پخواني لوړ پوړي چارواکي دي .

په دغو کسانو کې دوه تنه داسې هم شته چې تر طالبانو وړاندې د مجاهدينو حکومت افغان تابعيت ورکړى و .

ښاغلي ثابت وويل د طالبانو د کورنيو چارو او د عدليې وزيران ، د بلخ والي او د دوى يو شمير مشهور قومندانان په گونتانامو کې وو .

له پلاوى سره د افغان زندانيانو د ليدو پر وخت د گونتانامو امريکايي ساتونکي نه و. د افغان پلاوي مشر وويل دغه زندانيان به جوپه جوپه خپل هيواد ته راستنيږي .

د گونتانامو په زندان کې تر پنځو سوو ډير هغه کسان ساتل شوي چې د ترهگرۍ په تور تورن دي .

په دوى کې تر ټولو ډير د افغانستان اوسيدونکي دي چې د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته په افغانستان کې نيول شوي دي .

تير کال متحدو ايالاتو له افغان دولت سره منلې وه چې له گونتانامو څخه به افغان زندانيان خپل هيواد ته په دې شرط ستنوي چې دلته ورته خوندي زندانونه جوړ شي . دغه شرايط لا تر اوسه د عدليې د وزارت په وينا چمتو شوي نه دي .

خو د دغه وزارت د زندانونو مشر هيله څرگنده کړه چې په دې اړه کار روان دى او له څو مياشتو وروسته به هغوى وتوانيږي د بنديانو لپاره نورې اسانتياوې هم برابرې کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت