BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:09 گرينويچ 2006 ,13 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اتريش د گوانټانامو زندان بندول غواړي
گوانټانامو
په گوانټانامو کې د ٣ تنو د وروستى ځان وژنې وروسته د دغه کمپ د بندولو غوښتنې ډيرې شويدي
د اروپايي ټولنې اوسنى مشر ، اتريش ، غواړي د گوانتانامو زندان د تړلو غوښتنه د اروپايي ټولنې او امريکا د مشرانو غوندې ته وړاندې کړي

له هغو بنديانو سره د امريکا چلند چې د ترهگرۍ په تور په گوانتانامو کې ساتل کېږي، تر کلکې پوښتنې لاندې دي.

دا پوښتنې په دغه زندان کې د دريو تنو تر ځانوژنې لامخکې راپورته شوې وې، خو اوس د هغه د تړلو لپاره غوښتنو نور زور اخيستى دى.

سور صليب غواړي چې ژر دغه زندان وگوري او پخپله پکې د بنديانو د ساتنې آسانتياوې و ارزوي. اوس اتريش چې د اروپايي ټولنې مشري په غاړه لري، د گوانتانامو زندان د تړلو غوښتنه کړې او دا به د اروپايي ټولنې او امريکا د راروانې اوونۍ په سرمشريزه کې له مهمو موضوعاتو څخه وي. خو امريکا وايي چې ددغه زندان شتوالى له حقوقي پلوه د توجيه وړ دى.

د اترىش د حکومت له خوا دا غږ د امريکا پر حکومت د زور لا ډېرېدل ښيي چې د گوانتامو زندان دې وتړي. داسې ښکاري چې دا مسله به اوس په ويانا کې د اروپا او امريکا تر منځ د راتلونکې اوونۍ د خبرو مرکزى ټکى وي.

هانس سوابودا چې د اروپايي پارلمان د بهرنيو چارو په جرگه گۍ کې د اتريش استازى دى وايي:
(( موږ له متحده ايالتو غواړو چې د بشري حقونو درناوى وکړي او گوانتانامو دې وتړي. فکر کوم دا خبره په خپله ښاغلي بوش بايد روښانه وي چې موږ له متحده ايالتو څخه دغه ډول يو دريځ نه شو منلى. ))

دا وروستۍ ديپلوماتيکې هلې ځلې د شنبه په ورځ د گوانتامو په زندان کې د درېو زندانيانو له ځان وژنې وروسته پيل شوي.

دغه کسان چې دوه يې د سعودي عربستان او بل يې د يمن وه د شنبه په ورځ د زندان په خپلو خونو کې له چته ځوړېدلي وموندل شول. د دوى خونې د زندان په هغه برخه کې وې چې خورا کلک امنيت يې نيول شوى.

حقوقي وکيلان وايي نهيلۍ دغه کسان ځان وژنې ته اړ کړي. او د متحده ايالتو منتقدين په دې باور دي چې د زندان شرايط او د قانوني ساتنې نشتوالى د دغو ځان وژنو سبب گرځيدلى. جيمز يي چې مخکې په گوانتامو کې يو مسلمان ملا وه وايي:
(( دا کار هرو مرو پېښېدونکى وه، يوازې د وخت خبره وه. په گوانتامو کې شرايط په دوزه دوهم او دوزره دريم کال کې چې ما هلته دنده لره په چټکۍ خرابېدل. او دا زندانيان دا دى اوس د بند پنځم کال ته ورننوتي، داسې بند چې پاى يې معلوم نه دى، د سم حقوقي بهير نشتوالى، د کوم تور نشتوالى، دغو ټولو زما په نظر د ځان وژنې په دغه عمل کې ونډه لرلې. ))

خو د متحده ايالتو حکومت دا خبره نه مني چې د زندان شرايط د دغو مړينو سبب شوي. يوې جگپوړې چارواکې دا ځان وژنې يوه ښه تبليغاتي هڅه وبلله. او د گوانتامو د پوځي هډې قوماندان وويل چې دا ځان وژنې د نهيلۍ په نتيجه کې ندي شوي بلکى يو نا متناسبه جگړه ييزه عمل دى چې د متحده ايالتو پر ضد پيل شوى.

په واشنگتن مېشت لې کېسي هغه قانونپوه دى چې د گوانتامو په اړه د متحده ايالت حکومت ته مشورې ورکوي ، هغه وايي:
((د دغه زندان شرايط زه فکر کوم زموږ په ملکي زندانو کې تر شرايطو ډېر ښه دي. موږ دلته د هغو کسانو له ډلې سره مخامخ يو چې ورڅخه ځانمرگي بريد کوونکي راوځي . نو دا په بشپړه توگه د منلو وړ ده چې دوى دې ځان دې لپاره وژلى وي چې د جهاد لپاره دا ورسره پاتې يوازينۍ لار وه. ))

هغه څه چې د ډېرو له خوا د متحده ايالتو له خوا دغه ځان وژنو ته وچ غبرگون گڼل شوى يوازې يې په اروپا کې د گوانتامو په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.

د شکنجې په اړه د ملگرو ملتو ځانگړي رېپوټ ورکوونکى منفرد نوواک هم اوس دغه بحث ته ورننوتى. دى وايي اروپاىي مشران بايد د راتلونکې اوونۍ په سرمشريزه کې ولسمشر بوش باندې زور واچوي چې دا زندان وتړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت