|
ايف بي اى د گونتانامو وضعه بده وبلله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د پلټنو د فدرالي ادارې يا د FBI لږ تر لږه ٢٦ کارکوونکي وايي چې دوى په خپلو سترگو له زندانيانو سره د ناوړه چلند حالت ليدلى او د تحقيق پر وخت د سختو تکتيکونو کارونه يې کتلې ده . د امريکا د مدني ازاديو ټولنې ايف بي اى اړ کړ چې د معلوماتو د ازادۍ له قانون سره سم دغه رپوټ خپور کړي . ولسمشر بوش څو ځلي ويلي چې امريکا د شکنجې پلوي نه ده او له زندانيانو سره انساني چلند کوي . خو د امريکا د پلټنو د فدرالي ټولنې يا ايف بي اى دغه رپوټ داسې ښکاروي چې د ښاغلي بوش له خبرو سره تضاد لري . دغه رپوټ د هغو سختو شرايطو او تکتيکونو مفصله ښکارندويي کوي چې د ايف بي اى ځينو کارکوونکو په گونتانامو کې ليدلي دي . گڼو کارکوونکو ليدلي دي چې د زندانيانو پښې او لاسونه پر مځکه په زنځير تړل شوي ، نه څوکۍ لري ، نه خواړۀ او نه هم اوبه ورسره شته . داسې رپوټونه دي چې زندانيان تر څو ورځو پورې په تيزې رڼا او د لوړ غږ پر موسيقيو وېښ ساتل شوي دي . يو زنداني ليدل شوى چې له يخه ريږدېدۀ او بل يو بيا د ساتونکو له داړونکي سپي سره مخامخ شوى و . تحقيق کوونکي ليدل شوي چې زندانيان سپکوي او پر يوۀ زنداني د اسراييلو بيرغ اچوي . ايف بي اى چې د خپلو کارکوونکو له ډلې له نژدې ٥٠٠ کسانو څخه پوښتنې کړي وايي چې په دغو فعاليتونو کې د دوى يو کس هم لاس نه لري . ايف بي اى د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې يا سي اى اې د تحقيق له ځينو تکتيکونو سره جوړه نه ده خو بيا هم خپل دغه رپوټ ډير مهم نه بولي او وايي چې دغه ډول معلومات لا پخوا عامو خلکو درلودل . | ورسره تړلي نور خبرونه اروپا د گوانتانامو تړل غواړي21 جون, 2006 | خبرونه افغان دولت : د گونتانامو زندانيان کور ته راولو14 جون, 2006 | خبرونه اتريش د گوانټانامو زندان بندول غواړي13 جون, 2006 | خبرونه د گوانتانامو پر توقيف ځاى نيوکې په ډيريدو دي04 مارچ, 2006 | خبرونه په گوانتانامو کې له بنديانو سره چلند د کړولو بڼه لري03 مارچ, 2006 | خبرونه امريکا پر گوانتانامو د ملگرو ملتونو دعوه رد کړه14 فبروري, 2006 | خبرونه ملگرو ملتونو د گوانتانامو د زندان له کتلو نه ډډه وکړه18 نومبر, 2005 | خبرونه سور صليب: گوانتانامو کې حالت جدي دى08 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||