BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:21 گرينويچ 2007 ,31 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د گوانټانامو اسټرالوى بندي به ژر خوشي شي
د گوانټانامو زندان
د گوانټانامو زندان
د اسټرالياحکومت باورلري چې دگوانټاناموپه زندان کې بندي اسټرالوي، ډېويډ هيکس، ته له القاعدې سره د تړاو سزا ورکړل شوېده.

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير الېکسانډر ډاونر وويل چې دى له هيکس سره هيڅ خواخوږي نلري. دى به اوس له گوانتانامو څخه اسټراليا ته لېږدول کېږي.

ښاغلى هيکس د نهو مياشتو په بند محکوم شوى دى. نوموړى د ترهگرۍ په تور له پنځو کالو راهيسي بندي دى او په شپېتو ورځو کې به دننه خپل هېواد ته ولاړ شي. دى به د کال تر پايه يو ازاد کس وي. د بندي پلار وايي چې له زوى سره يې د متحده ايالاتو پوځي محکمې سم چلند نه دى کړى.

د هيکس د قضيې په هوارولو سره د جان هاورډ حکومت د هوسايي سا ه واخيسته.ځکه چې ددې قضيې له لاسه دى په هېواد کې تر فشار لاندې و. هېوادوالو يې غوښتنه درلوده چې هيکس ولې بېله محاکمې په زندان کې اچول شوى دى.

ښاغلي هاورډ دا مسله له امريکايي چارواکو سره ځکه راپورته کړه چې د سږکال په وروستو کې په کېدونکو ټاکنو کې د ى د اسټرالوي وگړو په نظر پوښتنه پوهېدى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت