|
د امن جرگه پاى ته ورسېده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغان او پاکستاني استازو تر منځ څلور ورځنۍ د امن جرگه نن (يکشنبه) په کابل کې د يوې گډې اعلاميې په صادرولو پاى ته ورسېده. په شپږو مادو کې دغه پرېکړه ليک د پاى غونډې ته د ولسمشرانو پروېز مشرف او حامد کرزي له خبرو وروسته، چې په رسمي توگه يې جرگه پاى ته ورسوله خبريالانو ته وسپارل شو. په اعلاميه کې ترهگري افغانستان او پاکستان ته يو ډول گواښ بلل شوى، چې په ضد يې مبارزه په گډه سره د دواړو حکومتونو او ولسونو دنده بلل شوې ده. پر دواړو افغان او پاکستانيو لوريو غږ شوى چې په خپلو هېوادونو كې ترهګرو ته د پټنځايونو او روزنځايونو د جوړولو اجازه ورنه كړي. د امن جرگې همدا ډول د يوې داسې جرګګۍ د جوړولو پرېكړه کړې چې له هرې خوا به پکې ٢٥ تنه غړي گډون کوي. د جرگگۍ دندې په دريو ټکو کې خلاصه شوي: د حکومت له مخالفينو سره د روغې جوړې د بهير چټكول، د امن د ګډې جرګې د پرېكړو او سپارښتنو د څارلو او پلي كولو لپاره د منظمو ناستو او غونډو جوړول او د امن د راتلونكې ګډې جرګې د جوړولو لپاره د پلان ترتيب او د اسانتياوو برابرول. د پرېکړه ليک يوه بله ماده د دوو گاونډيانو تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا سپارښتې کړې دي. د يو بل په چارو کې لاس نه وهل او د اقتصادي او کلتوري راشه درشه زياتول په دې برخه کې راځي. همدارنگه جرگې د نشه يي توکو کر او کاروبار له ترهګرۍ سره ټينگ تړلى او پر دواړو حكومتونو يې غږ کړى چې د مخدراتو پر ضد دې پراخې هلې ځلې وکړي. پر نړيوالې ټولنې هم غږ شوى چې افغان کروندگرو ته د ځايناستي کښت او کاروبار اسانتيا دې برابره کړي. د ټيکاو د ټينگښت لپاره، جرگې له افغان او پاکستاني حکومتونو غوښتي چې د نړيوالې ټولنې په مرسته دې په ناامنه او جگړه ځپلو سيمو کې د خلکو د اقتصاد د ودې لپاره د بيارغاونې بنسټيزې پروژې پيل کړي. د دغه پرېکړه ليک ځينو برخو ته له مخکې د ولسمشرانو حامد کرزي او پروېز مشرف په خبرو کې هم اشاره شوې وه. د امن جرگې څه باندې ٦٠٠ غړو ته دوو ولسمشرانو نن په خپلو خبرو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور پر جوړونه ټينگار وکړ. دوى په سيمه کې ترهگرۍ ته ماتې ورکول په گډو هڅو پورې تړلى وبلل. د بېسارې تړون نښه
دغې جرگې ته د افغان او پاکستان د ولسونو، په تېره بيا د دوو غاړو د پښتنو، تر منځ د تړون د يوې بېسارې نندارې په توگه کتل کېږي. د جرگې له پيله تر پايه د دواړو غاړو استازو ټينگار دا و، چې د دوو گاونډيو هېوادونو برخليک له يو بل سره تړلى او د ترهگرۍ په څېر له مصيبت څخه د يوۀ هېواد ځورېدل هابل هم نارامه کولى شي. له دواړو غاړو څخه ډېرى گډون کوونکي پښتانۀ قبايلي مشران او سيمه ييز مخور، حکومتي او پارلماني استازي وو. د افغانستان له جگړو مخکې کلونو کې د پاکستان پښتانۀ قبايلي او ولسي مشران کابل ته د ځينو مېلو او دوديزو ورځو د نمانځلو لپاره راتلل، خو د امن جرگې دواړه لورې په يو بل ډول سره غونډ کړل. پخوانۍ غونډې خورا وړې او د لږ ارزښت لرونکې کچې وې، خو اوسنۍ دا تر هغو ټولو لويه او تر سرکاري بڼې يې ولسي هغه زياته څرگنده وه. د پرېکړو، خبرو او دردونو شريکولو له اړخه هم د امن جرگه د ډيورنډ د دوو غاړو د استازو لپاره په تاريخ کې بېسارې بلل کېږي. |
ورسره تړلي نور خبرونه مشرف: د افغان-پاک د اختلاف لاملونه بهرني دي12 اگست, 2007 | افغانستان مشرف : د اورپکۍ پر ضد بايد په گډه کار وکړو12 اگست, 2007 | خبرونه د امن جرگه په کاري ډلو کې په کار بوخته ده10 اگست, 2007 | افغانستان "پنځه کميسيونونه بحثونه بشپړوي"11 اگست, 2007 | خبرونه کرزى: په گډه سره ترهگرۍ په يوه ورځ ختمولى شو09 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||