BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د امن جرگه په کاري ډلو کې په کار بوخته ده

د امن جرگه
د امن درې ورځنۍ جرگه په سيمه کې د ترهگرۍ په ضد د مبارزې لارې چارې څېړي
په کابل کې د امن جرگې د غونډو په دويمه ورځ بيا هم ويناوال سيمې ته د سولې او ټيکاو پر راستنېدو خبرې کوي.

د نن ورځې په خبرو کې ځينو ويناوالو د ډيورنډ د کرښې مساله او له افغانستان څخه د ناټو او امريکايي ځواکونو د وتلو خبره هم راپورته کړه. پاکستاني او افغان استازيو په وار خبرې کولې، چې هر يوۀ ته ورکړ شوى وخت لس دقيقې و، خو ځينې ويناوال به ورڅخه اوښتل.

د دويمې ورځې د غونډې لومړى ويناوال د پاکستان له لورې يو پښتون مشر عبد الرحيم مندوخېل و چې په قبايلي سيمو کې پر اوسېدونکو يې غږ وکړ چې ترهگر پټ نه کړي او پناه ورنه کړي.

هغۀ وويل: ''د پښتو متل دى چې وايي يا پل راکړه يا غل راکړه. زموږ په سيمو کې دا څوک دي چې خلک وژني، مشران وژني او تباهي کوي؟ ولس دا خلک پېژني، نو ولې يې څوک نه لټوي او په ضد يې گام نه اخلي.''

دۀ په سيمه کې د گډوډيو، وژنو او ورانکاريو د مخنيوي لپاره د قانون د ټينگښت وړانديز وکړ. دۀ وويل دا اوسنۍ جرگه بايد دا کار وکړي.

ورپسې د افغانستان د ولسي جرگې غړې شکريه بارکزۍ وغږېده، چې ټينگار يې پر دې و چې ولسونه بايد د حکومتونو د تگلارو ښکار نه شي. دې وويل جرگه د گيلو ځاى نه دى، خو وايي پر خپلو تېروتنو خبرې او اعتراف کول او هغوى ته د لارو چارو لټول بايد د ستونزې د حل په سر کې وي.

 که حکومتونه پاتې راځي ولسونه دې نوښت په لاس کې واخلي. اوس دا زموږ کار دى چې سوله راستنه کړو. راځئ داسې يوه جرگه جوړه کړو چې حکومتونو ته سلا ورکړي.
افغان استازې شکريه بارکزۍ

دې وويل: ''که حکومتونه پاتې راځي ولسونه دې نوښت په لاس کې واخلي. اوس دا زموږ کار دى چې سوله راستنه کړو. راځئ داسې يوه جرگه جوړه کړو چې حکومتونو ته سلا ورکړي. ''

ورپسې د پاکستاني لورې جميل حسن بنگښ په خپلو خبرو کې وويل چې د يوبل په پړ بللو کار نه کېږي. وايي بلکې يو بل ته په درناوي او د حقايقو په سپړلو او د گډې حل لارې په لټولو بايد ستونزه غوڅه شي.

دۀ وويل: ''جرگه او ننواتې د حکومتونو او بهرنيو ځواکونو کار نه دى چې مسالې پرې حل کړي، دا دملتونو کار دى.''

د افغانستان د ولسي جرگې استازي سردار محمد رحمن اوغلي يادونه وکړه چې ترهگر په کوم ځانگړي قوم يا سيمې پورې تړاو نه لري او نه د کوم کلتور او دين زېږنده دي، چې حل يې له هغې لارې ولټول شي.

دۀ د بېلگې په توگه وويل: ''که څوک طالبانو ته له پښتنو يا د هغوى له کلتور سره تړاو ورکوي، نو پښتانۀ خو ښځې يرغمل نه نيسي او موږ اوس گورو چې طالبانو کوريايۍ ښځې نيولې دي.

چلنج
 موږ ټولې نړۍ ته چلنج ورکوو چې په ټول تاريخ کې که چا ثابته کړه چې افغان ترهگر يا فرقه پال اوسېدلى زه به پښتو پرېږدم. له امو نه تر اباسينه، دا ټول يو وطن دى، دا ټول د افغانانو دى.
د پاکستان لخوا پښتون مشر محمود خان اڅکزى

که ترهگر زموږ په سيمه کې نابلل شوي مېلمانه دي، بايد ورته ووايو چې موږ پرېږدي، که يې پرېنښودو، په گډ زور سره به يې وشړو.''

ډېرو ته راکښونکي خبرې د پښتونخوا عوامي گوند د مشر محمود خان اڅکزى وې.

دۀ وويل دا تبليغات دي چې هر پښتون طالب دى. دۀ زياته کړه: ''ټولې نړۍ ته چلنج ورکوو چې په ټول تاريخ کې که چا ثابته کړه چې افغان ترهگر يا فرقه پال اوسېدلى زه به پښتو پرېږدم. له امو نه تر اباسينه، دا ټول يو وطن دى، دا ټول د افغانانو دى. دا څه نوې خبره نه ده، له مېلاد مخکې وخت نه رانيولې تر اوسه پورې ټول پرې شاهدان دي. ''

دۀ زياته کړه چې افغانانو په تاريخ کې غټې غټې واکمنيوې کړې دي او ترهگر يا توکمپال خلک دومره برياوې نه شي لرلى، لکه د هند پر لويه وچه باندې واکمني.

ښاغلي اڅکزي وويل ولسونه بايد د حکومت ناسمو تگلارو ته لاس تر زنې کېنني او د جرگې له لارې بايد ترهگرۍ ته پاى ورکړي.

دۀ په تېرو دريو لسيزو کې د افغانستان د ورانۍ پړۀ پر نړيواله ټولنه او امريکا ور واچوله، چې دغه هېواد يې د شوروي ضد جگړې له گټلو وروسته هېر کړ.

 که څوک طالبانو ته له پښتنو يا د هغوى له کلتور سره تړاو ورکوي، نو پښتانۀ خو ښځې يرغمل نه نيسي او موږ اوس گورو چې طالبانو کوريايۍ ښځې نيولې دي. که ترهگر زموږ په سيمه کې نابلل شوي مېلمانه دي، بايد ورته ووايو چې موږ پرېږدي، که يې پرېنښودو، په گډ زور سره به يې وشړو
افغان استازى نور رحمن اوغلي

''زه ټولې نړۍ ته وايم تاسې ولې هغه مهال افغانستان پرېښود؟ وران او ستومانه افغانستان مو د يوې بې څښتنه وطن په توگه بل ته وسپاره. نن موږ په زغرده وايو، زارۍ نه کوو، چې دا پور به دوى نن پرې کوي. امريکا او دغو نورو ځواکونو چې د افغانستان په بربادۍ کې يې برخه اخيستې، دوى به افغانستان جوړوي، تر هغو به د افغانستان د خپلواکۍ ضمانت کوي چې خپل ځواک جوړوي. ''

د پاکستان د ښوونې وزيرې انيسه زېب طاهرخېل پر جرگې باندې د ډيورنډ کرښې د مسالې د حل کولو غږ وکړ. د اغلې انيسې په خبره، د ډيورنډ کرښې د مسالې حل د سيمې د ټيکاو لپاره ډېر مهم دى.

د پاکستان د پلاوي يوۀ بل استازي چې ويل يې لوى شوى په افغانستان کې دى، خو اوس د پولې هاخوا اوسي وړانديز وکړ چې د ناټو او امريکا ځواکونه دې ووځي. دۀ وويل که په افغانستان کې څوک په اوس مهال کې سوله غواړي بايد د اوسنيو ځواکونو پر ځاى د اسلامي هېوادونو سوله ساتي پوځيان راشي.

د جرگې برخه وال د دويمې ورځې په دويمه برخه کې پنځه کاري ډلې جوړې کړې چې له ترهگرۍ سره د جگړې د ډگر بېلابېلې موضوع گانې څېړي. دوى د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې باورۍ پر ختمولو، له اورپکو سره د مبارزې پر لارو چارو او د مخدره توکو د کښت او کاروبار پر له منځه وړلو خبرې کوي.

هره کاري ډله د افغان او پاکستاني مخورو استازو له لورې په گډه سره پر مخ بيوله کېږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
ځانگړې ويناوې ، مرکې او شننې
09 اگست, 2007 | افغانستان
د امن جرگه پيل شوه
09 اگست, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت