BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:46 گرينويچ 2007 ,09 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د جرگې لومړنۍ ورځ په تصويرونو کې
د سيمې د امن او سوکالۍ په نامۀ د افغانستان او پاکستان ترمنځ جرگه بالاخر د پنجشنبې په ورځ ( د زمري ١٨ د اگست ٩ ) په کابل کې پرانيستل شوه .

په دغې جرگې کې د پاکستاني ولسمشر جنرال پرويز مشرف نشتوالي ځينې هېښ کړل او ځينو ته پوښتنې پيدا کړې خو پر ځاى يې راغلي لومړي وزير شوکت عزيز وويل چې ښاغلى مشرف په کور دننه بوخت دى .

بي بي سي پښتو وېبپاڼه د لومړنۍ ورځې ځينې عکسونه وړاندې کوي .

پاکستاني پلاوى د الوتکې په مټ کابل ته راورسيد خو ولسمشر مشرف او يو شمير نور کسان پکې نه و

پاکستان له خپلې لومړنۍ خبرې واوښت او په ليږل شوي پلاوي کې يې ښځې هم شاملې کړې

د جرگې په پرانيستونکې برخې کې ولسمشر کرزى او لومړى وزير شوکت عزيز له ويناوالو څخه و

افغان ولسمشر د مشرف پر ځاى د راغلي لومړي وزير شوکت عزيز پوښتنې ځوابولې

د جرگې لپاره کلک امنيتي گامونه پورته شوي و


ورسره تړلي نور خبرونه
د امن جرگه
09 اگست, 2007 | خبرونه
د امن جرگه پيل شوه
09 اگست, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت