BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:50 گرينويچ 2007 ,08 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په جرگه کې د مشرف دناسوبتيا اغېز

مشرف
پرويز مشرف ظاهرآ د امنيت او کار له امله کابل ته له سفره لاس اخيستى دى
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په خپرې شوې يوې اعلاميې کې ويل شوي چې ولسمشر مشرف په اسلام اباد کې د بوختياو له امله د سيمې د امن او سوکالۍ په جرگه کې برخه نه شي اخيستلى .

اعلاميه وايي د ښاغلي مشرف پر ځاى به لومړى وزير شوکت عزيز کابل ته سفر کوي . د دغې جرگې په باب نظر نژدې يو کال وړاندې د ولسمشرانو بوش ، کرزي او مشرف په يوې غونډې کې پيدا شوى و .

دغه جرگه به د افغانستان او پاکستان په پوله د طالبانو د بغاوتونو د مخنيوي پر لارو چارو غور کوي .

بې له شکه چې په جرگه کې ناڅاپه د ولسمشر مشرف د برخې نه اخيستو پريکړه به سيورى غوړوي .

د پاکستان له قبايلي سيمو څخه واردمخه په لسگونو مشرانو په دغې جرگې کې له گډون کولو لاس اخيستى دى . دغه کسان يا له طالبانو ډاريږي او يا هم په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ پر عملياتو قهر وړي دي او د هغې له امله په جرگه کې برخه نه اخلي .

ډير پاکستاني قبايل په دې نظر دي چې د طالبانو په نشتوالي کې دغه جرگه بې مانا ده .

په وروستيو شېبو کې له جرگې څخه د ولسمشر مشرف وتل به د دۀ او ښاغلي کرزي ترمنځ واردمخه ترينگلې اړيکي ښايي نورې هم خړې پړې کړي .

دوى دواړو په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي له امله پړه پر يوۀ او بل اچولې ده .

د جنرال مشرف دغه پريکړه به د امريکا د رټلو په مانا هم وي . ولسمشر مشرف په دې وروستيو کې د متحدو ايالاتو له خوا پر هغو نيوکو خوښ نه دى چې وايي پاکستان په قبايلي سيمو کې د طالبانو او القاعدې په وړاندې جگړې کې ډير څه نه کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
د سولې 'وروستۍ هڅه'
08 اگست, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت