BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:04 گرينويچ 2007 ,08 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پوليس:د امن دجرگې امنيت مو ټينگ نيولى دى

امن جرگه
پوليس د جرگې په وړاندې د احتمالي بريدونو د مخنيوي لپاره د کابل د ښار په واټونو کې ځاى په ځاى شوي دي .
افغان چارواکي وايي د امن د جرگې لپاره يې ټول چمتوالى بشپړ کړى دى .نژدې ٢٥٠٠ پوليس د کابل په واټونو کې خواره شوي دي .

پوليس د جرگې په وړاندې د احتمالي بريدونو د مخنيوي لپاره د کابل د ښار په واټونو کې ځاى په ځاى شوي دي .

د کورنيو چارو وزارت وويل، د کابل په څيرمه ولايتونو کې يې هم امنيتي چارې سختې کړي دي .

د وزارت وياند زمري بشري ډاډ ورکړ چې پوليس د هر ډول ورانکارو بريدونو د مخنيوي وړتيا لري :

ډيرى پوليس د کابل په هغو واټونو کې ځاى په ځاى شوي دي چې د لوې جرگې له خيمې سره نښلي.

د لوې جرگې خيمه د کابل په لويديځ کې د پولي تخنيک د پوهنتون په سيمه کې پرته ده .

د ملي پوځ په سلگونو سرتيري هم د ښار په ځينې څلور لارو کې ليدل کيږي .

له گاډو څخه دډک ښار د ټرافيکو د سمبالښت لپاره د کورنيو چارو وزارت اضافي اړوند پوليس ځاى په ځاى کړي دي .

په خيمه کې به دپنجشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لومړي ځل لپاره د امن جرگه پيل شي .

د جرگې يو لوړپوړي رابلونکي فاروق وردک وويل ، ددوى ټول چمتوالى بشپړ شوى دى :

د کابل په واټونو کې د افغانستان او پاکستان جنډې راځړيدلي دي او دامن د جرگې نښې هر ځاى ليدل کيږي .

له جرگې يوه ورځ وړاندې دکابل په بيلا بيلو واټونو کې خلک پر ورځىنىو چارو بوخت دي .

خو يو شمير خلک ددغې جرگې پايلو ته د شک په سترگه گوري ،دوى وايي چې دغه جرگه سمبوليکه بڼه لري او سياسي او امنيتي حالاتو کې به بدلون رانشي .

خو دعامو خلکو ترمنځ د جرگې د يو شمير ملاتړو سترگې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغې جرگې ته اوښتي دي که په هيواد کې يې د سولې د رامنځته کيدو لامل وگرځي .

د افغانستان دولت هم د سولې د راگرځولو د هڅې په توگه د دغې جرگې پايلو ته ډير په تمه دى .

ټاکل شوې ده چې ددواړو هيوادونو ٧٠٠ تنه مشران او ديني علما په دې جرگه کې گډون وکړي .

وسله والو طالبانو د جرگې غړو ته گواښنه کړې چې له گډون څخه ډډه وکړي .

په دې جرگه کې به د ترهگرۍ پر له منځه وړلو او د سولې پر ټينگښت خبرې وشي .

په تيرو وختونو کې افغانستان او پاکستان پر يو بل تور لگولى دى چې د ترهگرۍ په مخنيوي کې پاتې راغلي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت