|
د سولې 'وروستۍ هڅه' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان او پاکستان ولسونه په کابل کې سره غونډ دي چې گډو سياسي شخړو او اورپکۍ ته د جرگې له دوديزې لارې د پاى ټکى کېږدي. د سولې په دغې وروستۍ هڅې پورې په دواړو گاونډيانو کې ډېرو خپلې هيلې تړلې دي. د امن جرگې ته د افغانستان او پاکستان د اړيکو په ښه کېدلو او د دواړو په سيمو کې د اورپکو د کابو کولو لپاره د يوې اغېزمنې وسيلې په توگه کتل کېږي. په گډه سيمه ييزه جرگه کې له پاکستان او افغانستان څخه ټول ټال شاوخوا ٧٠٠ تنه گډون کوي، چې حکومتي مشران، د پارلمان غړي، قبايلي مشران او ديني علما پکې دي. خو ولسمشر مشرف چې ټاکل شوې وه له خپل افغان سيال سره دغه جرگه پرانيزي د جرگې له پيله يوه ورځ مخکې کابل ته خپل راتگ لغو کړ. دۀ ظاهرا په ناڅاپي توگه د خپل سفر د لغو کولو دليل امنيتي اندېښنې بللې او پر خپل ځاى يې لومړى وزير شوکت عزيز په جرگه کې برخه اخلي. په کابل ښار کې جرگې ته دچمتووالي په ترڅ کې، ډېر واټونه د افغانستان او پاکستان په بيرغونو ښايسته شوي دي. افغان امنيتي ځواکونه په څلور لارو او د واټونو په اوږدو کې لا له مخکې ځاى پر ځاى شوي دي.
افغانستان او پاکستان له ډېرې مودې راهيسې د اورپکو په کابو کولو کې د پړې گوته يو بل ته نيسي. د سولې يا امن جرگې وړانديز لومړى افغان ولسمشر حامد کرزي هغه مهال وکړ چې په واشنگټن کې يې له خپل امريکايي او پاکستاني سيالانو، جورج ډبليو بوش او جنرال پروېز مشرف سره په تېر سپتمبر کې وکتل. ولسمشر کرزى پر دې باور دى چې دغه جرگه به ډيورنډ کرښې پر دواړو غاړو د پرتو پښتنو لپاره د دوى مدني ټولنه راژوندۍ کړي او د سيمې له مخ پرزياتېدونکي طالبي کېدلو څخه به مخنيوى وکړي. جرگې د مهمو پرېکړو نيولو لپاره د پښتني ټولنې يو خورا معتبر دود دى. ظاهرا دواړه افغان او پاکستاني لوري د جرگې پايلو ته خوښ او خوش بينه دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شېرپاو کابل ته له رارسېدو سره بي بي سي ته وويل دى زيات هيله من دى چې د امن جرگه به د سولې لپاره د افغان او پاکستاني ولسونو لپاره يو ښه فرصت وي. هغه وويل: ''دا د ولسونو پرېکړه ده او ولسونه چې کومه پرېکړه کوي پر هغې ضرور عمل کېږي.'' د کابل په پوليتخنيک سيمه کې د لويې جرگې په کېږدۍ کې له افغان لورې څخه د امن جرگې يو سمبالوونکى، فاروق وردگ، هم خورا هيله من دى. ښاغلي وردگ وويل دوى په مياشتو-مياشتو منډې ترړې کړې چې د افغان او پاکستاني استازو د غونډولو اسانتيا برابره کړي. دى وايي د دغو مياشتو په ترڅ کې د دواړو ولسونو سترگې د امن جرگې ته وي، په تېره بيا وروسته له هغه چې د ډيورنډ کرښې پر دواړو غاړو تاوتريخوالى زيات شوى دى. کله چې د جرگې سيمې ته پر تلونکو لارو څوک برابر شي تر ټولو مخکې يې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ملگرتيا شعارونه زيات پام ځان ور اړوي.
د کابل پر سړکونو د افغاني جنډو تر څنگ د لويو پاکستاني بيرغونو درول يوه نااشنا ننداره ده چې په ښار کې گرځېدونکي ورسره مخامخېږي. په تېرو شپږو کلونو کې د اورپکۍ په اړه سختو تورونو د دوو هېوادونو تر منځ بې باوري تر ټولو لوړې کچې ته رسولې. د امن جرگه لويه موضوع په سيمه کې د زياتېدونکي اورپکۍ د مخنيوي لپاره د لارو چارو موندل دي. دواړه گاونډيان په خپلو سيمو، په ځانگړې توگه د ډيورنډ کرښې پر اوږدو کې، د کابل او اسلام اباد د مخالفو وسله والو طالبانو له زياتېدونکو بريدونو څخه اندېښمن دي.
په وروستيو کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې چې پکې وزيرستان او شمال لوېديځ ايالت راځي پر پاکستاني پوځ د طالب پلوو وسله والو بريدونه زيات شوي دي. د افغانستان په هغو سيمو کې چې کرښې ته نژدې پرتې دي هم ناامني په وروستيو دوو کلونو کې زياته شوې، چې گوته طالبانو ته نيول کېږي. طالبانو پر خلکو غږ کړى چې په امن جرگه کې برخه وانخلي. همدارنگه د وزيرستان يو شمېر بلل شويو قبايلي مشرانو هم په جرگه کې له گډون څخه پرېکون اعلان کړى دى. | ورسره تړلي نور خبرونه پوليس:د امن دجرگې امنيت مو ټينگ نيولى دى 08 اگست, 2007 | افغانستان طالبان: امن جرگه دامريکا ده، افغانان واک نه لري05 اگست, 2007 | افغانستان حامد کرزى: د امن جرگه بايد ژر جوړه شي 16 مارچ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||