BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:40 گرينويچ 2007 ,05 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبان: امن جرگه دامريکا ده، افغانان واک نه لري

د امن جرگې لپاره تيارى له مخکې پيل شوى دى
د امن جرگې لپاره تيارى له مخکې پيل شوى دى
وسله والو طالبانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ له راروانې امن جرگې سره مخالفت ښودلى. طالبانو دا د امريکا لخواجوړېدونکې جرگه بللې چې وايي افغانان واک نه لري چې پکې خپلې ازادې رايې او ارادې څرگندې کړي.

د امن سيمه ييزه جرگه چې له دواړو هېوادونو څخه پکې چارواکي، د پارلمان غړي او ولسي استازي گډون کوي په يوه اونۍ کې د ننه جوړېدونکي ده.

همدارنگه په افغانستان کې يو شمير سياسي کړيو هم د جرگې د پايلو په اړه شکونه ښودلي دي.
په دې اړه دغه څرگندونې داسې مهال کيږي چې په پاکستان کې هم يو شمير قبايلي مشرانو په دغه جرگه له گډون سره خپل پريکون اعلان کړى دى.

وسله والو طالبانو په داسې مهال کې د سولې او امن د سيمه ييزې جرگې له جوړيدو سره مخالفت ښودلى چې په پام کې ده دغه غونډه په څو ورځو کې د افغانستان او پاکستان د شاوخوا اوه سوه استازو په گډون کابل کې جوړه شي.

په دې اړه د طالبانو د مشرتابه پيغام د طالبانو د يوۀ وياند، ذبيح الله مجاهد، په ټيليفون کې رسنيو ته رسول شوى.

د ښاغلي مجاهد په غږ دغه پيغام د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن سيمه ييزه جرگه د امريکا په نوښت جوړېدونکې غونډه بولي چې وايي د افغانستان د ولس اراده په کې نه شي څر گندېداى.

طالبانو د افغانستان او پاکستان له خلکو غوښتي چې په دغې جرگې کې دې گډون ونه کړي..
په افغانستان کې يو شمير سياسي کړيو او کسانو هم د امن د سيمه ييزې جرگې د پايلو په اړه شک ښودلى او جرگه يې له گټې پرته د وخت او پيسو له لاسه ورکول بللې دي.

په پام کې ده چې دغه درې ورځنۍ جرگه د پنجشنبې په ورځ (زمرى ١٨) په کابل کې جوړه شي چې په افغانستان او سيمه کې د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې او ټيکاو د راوستلو پر لاروچارو په اړه په کې بحث، خبرې او پريکړې وشي.

د طالبانو څرگندونې له هغه څو ورځې وروسته کيږي چې پاکستان کې د شمالي او جنوبي وزيرستان يو شمير قومي مشرانو په دغې جرگې له گډون سره پريکون وکړ.

دوى د خپل دغه پريکون لامل په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون او د پاکستاني پوځ لخواپه قبايلي سيمو کې د خپل واک د غزولو هڅې بللې دي.

خو د افغانستان او پاکستان يو شمير مشران بيا جرگې ته ډير هيله من دي. دوى باور ښيي چې جرگه کې گډونوال به وکولي شي چې په افغانستان او سيمه کې د ترهگرۍ او ټيکاو په راوستو کې هڅې اغيزمنې کړي.

دارنگه دوى هيله څرگندوي چې جرگه به د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې شته ترينگليتا هم کمه کړې. دا هغه مسالې دي چې جرگې ته د تياري د افغان او پاکستاني کميسيونو چارواکي وايي چې جرگه کې به پرې بحث، خبرې او پريکړې وشي.

په پام کې ده چې د امريکا په سفر بوخت افغان ولسمشر حامد کرزى هم له خپل امريکايي سيال جورج بوش سره، ددغې جرگې په اړه خبرې اترې وکړي.

د چارو يو شمير شنونکي بيا په جرگه کې د احتمالي نيول کيدونکو پريکړو پلي کيدل، يوه لويه ننگونه بولي چې وايي له نړيوالو ضمانتونو پرته به شونې نه وي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت