|
فاروق وردگ: د امن جرگه کېداى شي وځنډېږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي د اسلام اباد د سرۀ جومات د خونړيو پېښو له کبله کيداى شي چې د امن سيمه ييزه جرگه يو څه وځنډېږي. له مهالوېش سره سم د امن جرگه بايد د روان کال د اگست د مياشتې په پيل کې جوړه شوې واى. خو د دغې سيمه ييزې جرگې د افغانستان د لورې د چمتووالي کمېسيون د دارالانشا مشر، فاروق وردگ، وايي تر يوې اوونۍ پورې ښايي جرگه وځنډول شي. اټکل کيږي چې په دغې جرگې کې په سيمه او افغانستان کې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې د هڅو پر همغاړې کولو خبرې وشي . افغان لورى هيله لري چې جرگه به په دې اړه اړينې پريکړې وکړي . خو دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې يوشمير کسان بيا دجرگې پايلو ته ډيره خوشبينې نه لري . ښاغلي وردگ په يوې ځانگړې مرکه کې بي بي سي ته وويل چې د پاکستان په دننه کې، په ځانگړې توگه په اسلام اباد کې، وروستۍ پرمختياوې کېداى شي د امن جرگه تر يوې اونۍ پورې وځنډوي. دۀ وويل د پاکستان د لورې د تخينکي چمتووالي ډلې دوى ته ويلي چې په اسلام اباد کې د سرۀ جومات لانجې د حکومت لومړيتوب داخلي امنيت ته اړولى او دا کېداى شي د دوى تياري سوکه کړي. د پاکستاني لورې د ورو چمتووالي په لړ کې، ښاغلي وردگ له هغې خوا څخه په جرگه کې د گډونوالو د رسمي نوملړ د نه سپارلو يادونه وکړه، چې بايد پخوا شوى واى. د امن پر سيمه ييزې جرگې افغان او پاکستاني ولسمشرانو په تېر سپتمبر کې په واشنگنټن کې د امريکا د سفر پرمهال هوکړه کړې وه. د دغې جرگې د جوړېدو او څرنگوالي په اړه تر ډېره جزيات نه ورکول کېدل. خو اوس چې د چمتووالي وروستۍ ورځې دي، افغان چارواکي وايي په دغې جرگې کې به د افغانستان لخوا ښځينه استازي هم گډون کوي. ښاغلي وردگ وويل دوى به د جرگې په پاى کې د ملگرو ملتونو استازې هم د څارنې لپاره راوغواړي که څه هم پاکستاني لورې تر اوسه دا خبره نه ده منلې. د سيمه ييز امن د جرگې موخه په افغانستان کې د اورپکو د فعاليتونو او له بهره د دوى د راوښتلو د مخنيوي لپاره د لارو چارو لټول ښوول شوي. | ورسره تړلي نور خبرونه د امن جرگه د زمري مياشت کې جوړيږي 04 مۍ, 2007 | خبرونه حامد کرزى: د امن جرگه بايد ژر جوړه شي 16 مارچ, 2007 | خبرونه د پاک افغان جرګې کميسيونونه غونډه کوي12 مارچ, 2007 | خبرونه د قبايلو سناتور د پاکستان د جرگې کميسيون رد کړ26 جنوري, 2007 | خبرونه د سولې جرگې ته کميسيون اعلان شو26 نومبر, 2006 | خبرونه د سولې جرگې ته کميسيون اعلان شو26 نومبر, 2006 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||