|
د امن جرگه د زمري مياشت کې جوړيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان او پاکستاني چارواکي سلا شوي چې د دواړو هيوادونو د استازو په گډون د امن جرگه د سږ کال د زمري په مياشت کې جوړه کړي د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چې د دغه هيواد او پاکستان د امن جرگې چمتو کوونکو کميسيونو د جرگې د جوړېدو پر بڼې چې په ملي کچه د دواړو هيوادو د مشرانو په گډون جوړېدونکې ده، هوکړې ته رسېدلي دي. افغان لوري مخکې پاکستان تورناوه چې د امن جرگې د جوړولو له پاره پوره هلې ځلې نه کوي. د ترينگلتياوو د کمولو د يوې وسيلې په توگه د امن جرگې د جوړولو وړانديز تېر کال په واشنگټن کې ، د افغانستان، پاکستان او امريکا د ولسمشرانو د غونډې پر مهال وشو. په کابل کې د ولسمشرۍ د دفتر په خپره شوې وينا کې راغلي چې د امن په جرگه کې به افغانستان او پاکستان هر يو ٣٥٠ استازي ولري. ټاکل شوې ده دغه جرگه د آگست په مياشت کې جوړه شي او د واړه کميسيونونه د هغې د ښه سمبالښت له پاره د يوې دولس کسيزې جرگه گۍ پر جوړولو هم سلا شول. ټاکل شوې ده افغان کميسيون جرگې ته د چمتو والي په لړ کې ددې مياشتې تر پايه پاکستان ته ولاړ شي. ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني پلاوي له استازو سره نن په کابل کې کتلي او هغوى ته يې د ښه نيت څرگندونه کړې ده. د امن جرگه تېر کال تر سره کېدونکې وه، خو په ناڅرگندو دليلونو بيا بيا ځنډېدلې ده. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||