BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:39 گرينويچ 2007 ,26 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان د جرگه والو نوم کابل ته وسپارۀ
کميسيونونه
وروسته له ډيره ځنډه اسلام اباد کابل ته د هغو کسانو نومونه وسپارل چې په جرگې کې به د دوى استازيتوب کوي
افغان چارواکي وايي د هغو کسانو د نومونو ليست يې ترلاسه کړى دى چې د سيمې د امن او سوکالۍ په نامۀ کيدونکې جرگې کې به د پاکستان استازيتوب کوي .

د جرگې لپاره نېټه د کابل له لورې اعلان شوې نه ده او يوازې دومره ويل شوي چې د اگست په دويمه اوونۍ کې به کيږي خو ځينو خبري اژانسونو د پاکستاني غاړې له خولې د اگست نهمه نېټه ياده کړې ده .

په کابل کې به په کيدونکې دغې جرگې کې د دواړو هيوادونو په سلگونو استازي گډون کوي .

د افغانستان له لورې د جرگې د کميسيون وياند او د پارلماني چارو وزير ډاکټر فاروق وردگ بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د پاکستان له لورې په ورسپارل شوي ليست کې ښځې نشته .

کابل لا پخوا په دې باب اندېښنه ښوولې وه خو پاکستاني چارواکو ويل چې په دوديزه توگه په جرگو کې ښځې نه وي .

ډاکټر فاروق وردگ بي بي سي ته وويل چې له لويه سره د پاکستاني برخه والو پر گډون شکايت نه لري خو ځينې خبرې شته چې دوى يې د حل لاره پسې غواړي .

افغان وزير دغه (( ځينې خبرې )) روښانه نه کړې خو ويې ويل داسې نه دي چې جرگه پرې وځنډوي .

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د محمود خان اڅکزي يا اسفنديار ولي په څير مخور پښتانۀ مشران د پاکستان له خوا په سپارل شوي نوم لړ کې شامل دي که نه ډاکټر فاروق وردگ د جزيياتو له ورکړې ډډه وکړه خو ويې ويل چې ځينې هغه پاکستاني مشران په دغه ليست کې شته چې افغانان يې پېژني خو ځينې نور بيا پکې نشته .

د افغانستان او پاکستان تر منځ د دغې جرگې وړانديز تير کال په واشنگټن کې افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشر بوش په شته والي کې پاکستاني مشر جنرال پرويز مشرف ته کړى و .

کابل هيله من دى چې د دغې جرگې په مټ به افغانستان ته د (( اورپکو )) د ور اوښتو مخنيوى وشي او له لويه سره به په سيمه کې د امن له ټينگښت سره مرسته وکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت